د 1403 مالی کال لپاره د دریمی او څلورم ربع د تیلو ټانکونو (پطرول او دیزل) چمتو کولو او رسولو پروژه

bakhshi_admin
تیل

Publish Date

Closing Date

د ارشاد حج اوقافو وزارت  پر شراېطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دې وزارت د 1403 مالی کال لپاره د دریم و څلورم ربع دوو تیلو ټانکونو (پطرول او دیزل) چمتو کولو او رسولو پروژه په پرانيستې داخلي داوطلبۍ کې ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي د شرط‌لیک سافټ په وړیا ډول د دې وزارت د تدارکاتو له ریاست څخه چې د لسمې ناحیې اړوند، نوی ښار، د عصمت مسلم په څلور لارې  کې موقعیت لري ترلاسه کړي.

پر شراېطو برابر داوطلبان باید خپل آفرونه په شرط لیک کې د درج شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او تګلارې سره سم په سر پټي ډول د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۳ کال د میزان میاشتې د نه لسم نېټې پنج شنبه ورځ د سهار ۱۰ بجو پورې د دې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي. ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په ډول (112,000) یو لکه دوه لس زره افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د 5 شنبه په ورځ، د روان کال د میزان میاشتې په نه لسم نېټه، سهار ۱۰ بجې د ارشاد حج اوقافو وزارت   د تدارکاتو په ریاست کې دایرېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه قرطاسیې د تهیې او تدارک پروژه

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۶:۱۰
Background image

د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د مرکز او ولایتونو د جوماتونو لپاره د (۱۷۵۰۰) اوولس زره او پنځه سوه متره مربع غالیو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چي د مرکز او ولایتونو د جوماتونو لپاره د (۱۷۵۰۰) اوولس زره او پنځه سوه متره مربع غالیو د برابرولو او تدارک . . .

Back to tenders