د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري، ښځینه ديني عالمانو د اندونیزیا د محمدیه سازمان د علماوو له رئيس او مل پلاوي سره یې ګډه ناسته ترسره شوه

bakhshi_admin
Sat, Dec 26 2020 10:04 AM
نشست مهمانان اندونیزی

جمعه ٥مرغومي ١٣٩٩

په دې ناسته کې چې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي او د وزارت د پالیسۍ او پلان معین محمد عثمان طارق هم برخه درلوده. لومړی محمد عثمان طارق د ناستې ګډونوال معرفي کړل. ورپسې آغلې نور حیاء د قرآن کریم د څومبارکو آیتونو په تلاوت سره غونډه پیل کړه.

ور پسې ددې وزارت د ښځو ارشادي رئیسې آغلې ملکه محب د اړونده څانګې د رامینځته کولو او اهدافو په اړه خبرې وکړې او د اندونیزیایی پلاوي څخه یې د افغان ښځینه عالمانو د ظرفیت په لوړولو کې د مرستې او همکارۍ د غوښتنې تر څنګ دوی ته یې د زده کړې د دوام فرصت برابرولو غوښتنه هم وکړه

ورپسې د مصالحې عالي شورا د رهبري غړې صفیه صدیقي د سولې پروسې او د بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړې او پدې برخه کې یې د اندونیزیا رول غښتلی یاد کړ.

همدارنګه آغلې ستاره مخبت او ډاکټر ضیاګل رضايي د مصالحې شورا مشرتابه غړو هم د سولې په برخه کې د افغانستان خلکو سره د انډونیزیا د همکاریو په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې.

په پای کې ډاکتري موریتاني مخلصين او ډاکټر محی الدین جنیدي د انډونیزیایي پلاوي په استازیتوب خبرې وکړې او د ښځینه عالمانو د ظرفیت لوړولو، دوی ته د زده کړو او همکاریو او په دې برخه کې د تجربو په لیږدولو کې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS