د قران کریم نزول لسیزې د نمانځې په مراسمو کې د جمهوررئیس ګډون

bakhshi_admin
Mon, May 10 2021 9:03 AM
نزول قران

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د قران عظیم الشان د نزول لسېزې او د قران کریم د حفظ او قرائت ملي سیالیو د غوره قاریانو د تقدیر د نمانځنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د ارشاد، حج او اوقافو او د هیواد یو شمېر نورو جیدو علماو د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو او قدر شپې په اړه د خبرو پر مهال د خدای تعالی په دربار کې په هیواد کې د روانې جګړې او وینې بهېدنې د پایته رسېدو دعا وکړه.

دوی له جمهوررئیس څخه د دغه ډول برنامو د جوړولو مننه وکړه او د هغو پر پیاوړتیا او پراختیا یې ټینګار وکړ.

جمهوررئیس غني د قران کریم د حفظ او قرائت ملي سیالیو غوره قاریانو ته د شهادتنامو له ورکړې وروسته وویل، قرانکریم معجزه ده او د اسلامي نړۍ په ګډون ټول بشریت ته تل د خیر، سولې، عدالت، منځلارېتوب او اعتدال لارښوونه کوي.

هغه له ځوانو حافظانو او قاریانو نجونو او هلکانو مننه وکړه او د قران شریف، محمدي غرا شریعت او نبوي احادیثو پر فهم یې ټینګار وکړ وې ویل، هیچا ته باید د دې اجازه ورنکړو چې د اسلام مبین دین تحریف کړي او هېڅوک په دې کې شک او شبهه نه لري چې د یوه انسان وژل د ټول بشریت وژل دي. هغه زیاته کړه طالبان په کوم اساس او منطق د انفجار او انتحار اجازه ورکوي.

جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ټول افغانستان په ځانګړي ډول د وروستیو پېښو د شهیدانو روح ته دعا وکړه وې ویل، په افغانستان کې د اهل تشیع او تسنن پیروانو اتفاق او وحدت بېساری دی او پر موږ هره یوه برید، پر ټول افغانستان برید دی.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS