د ارشاد، حج او اوقافو وزارت استازي د النقابة العامة للسيارات شرکت له رئیس سره وکتل

bakhshi_admin
Thu, Jan 12 2023 12:46 PM
نقابه

۱۷ جمادی الثانی ۱۴۴۴ هـ ق (۲۰، جدی ۱۴۰۱ هـ ش)

سعودي عربستان، جده: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالولي حقاني، چې ددې وزارت با صلاحيته استازي دی د سعودي عربستان په جده ښار کې د حج  له مسؤلینو سره د خپلو لیدنو په لړ کې نن د غرمې وروسته د النقابة العامة للسيارات شرکت له رئیس سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د مکې معظمې له ودانيو (عمارو) څخه تر مشاعرو (منی، عرفات او مزدلفې) پورې د فرضي حج مراسمو د ترسره کولو پر مهال افغان حاجیانو د لېږد او بېرته ودانیو ته د راستنیدو په اسانتیاوو هر اړخیزي خبري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د النقابة العامة للسيارات شرکت په مکه مکرمه کې له خپلو ودانیو څخه تر مشاعرو پورې د فرضي حج مراسمو د ترسره کولو لپاره د حاجیانو تنظیم، لیږد او بېرته د راستنیدو مسؤلیت په غاړه لري.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS