په هېواد کې د جوماتونو جوړولو او بیارغونې، د اوقافي ملکیتونو د جوړولو او دحاجیانو د مجتمعاتو د ترمیم او تجهیز لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوه

bakhshi_admin
Thu, Mar 16 2023 12:00 PM
کمیته کاری

په هېواد کې د جوماتونو جوړولو او بیارغونې، د اوقافي ملکیتونو د جوړولو او دحاجیانو د مجتمعاتو د ترمیم او تجهیز لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوه. چهارشنبه ۲۲ شعبان المعظم ۱۴۴۴ هـ ق مطابق ۲۴ حوت ۱۴۰۱ هـ ش

نن له غرمې ورسته د جوماتونو جوړولو او بیارغونې، د اوقافي ملکیتونو د جوړولو، د حاجیانو د مجتمعاتو د ترمیم او تجهیز په تړاو دارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه جوړه شوه . غونډه د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب په مشرۍ د دغه وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه، چې پکې د وزارت مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو رئیسانو او د وزارت د بېلابېلو ادارو مسلکي او تخنیکي همکارانو ګډون کړی وو.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په خپلې ارزښمنې وینا سره غونډه پرانېستله او د حج د بهير لپاره د لومړنيو تدابيرو نيولو په باب یې مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: الحمدلله د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج دبهیر مقدماتي چارې د ترسره کېدو په حالت کې دي او د دغه بهیر د چارو د چټکتیا او بشپړولو لپاره باید لا زیات فعالیتونه او هلې ځلې ترسره شي. ورپسې د رهبرۍ شورا لخوا د وزارت د مهمو کاری چارو لکه د جوماتونو د جوړولو او بیارغونې، د مرکز، کندهار او بلخ په زونونو کې د حاجیانو د مجتمعاتو د ترمیم او جوړولو او دیو شمېر اوقافي مارکیټونو د ودانولو او د ځینو ستونزو د هوارولو په هکله هراړخیزې خبرې وشوې.

په پای کې د پورته یادو شوو کړنو د ترسره کولو او چټکتیا په موخه د عرفان او دیني ځایونو د چارو د انسجام معین مولوي شیخ عزیز الرحمن منصور تر مشرۍ لاندې کمېټه جوړه شوه.

له بلې خوا د وزارت رئیسانو او مسؤولینو د خپلو کاري اجراءاتو راپور وړاندې کړ، چې د وزارت مقام د هغو له اورېدو وروسته ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Tue, May 05 2026 10:23 PM
Background image

Beginning process of transporting pilgrims from the Herat and Kandahar zones to Jeddah International Airport

The process of transporting pilgrims from the Herat and Kandahar zones to Jeddah International Airport has also commenced. The transfer of esteemed pilgrims from the Kabul, Balkh, and. . .

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS