د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

هغه قاریان او فاتحین چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشأن د ختم اداء کولو لیولتیا لري، خبر ورکول کیږي چې د ازموینې لړۍ به د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۴هـ ش کال د دلوې میاشنتې ۵ نېټه، چې د ۱۴۴۷هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې له ۶مې نېټې سره برابره ده، پیل شي .

بناًء له ټولو حافظانو څخه غوښتنه کېږي چې د لاندې مهالویش له مخې ازموینې ته حاضر شي:

  1. لومړۍ او دویمه ناحیه د یکشنبې په ورځ، ۵/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
  2. درېیمه او څلورمه ناحیه د دو‌شنبې په روځ، ۶/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
  3. پنځمه ناحیه د سه شنبې په روځ، ۷/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
  4. شپږمه ناحیه د چهارشنبې په روځ، ۸/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
  5. اوومه ناحیه د پنجشنبې په روځ، ۹/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
  6. اتمه ناحیه د شنبې په ورځ، ۱۱/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
  7. نهمه ناحیه د یکشنبې په روځ، ۱۲/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
  8. لسمه او دیارلسمه ناحیه د دو‌شنبې په روځ، ۱۳/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
  9. یوولسمه ناحیه د سه شنبې په روځ، ۱۴/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
  10. دولسمه او څوارلسمه ناحیه د چهارشنبې په روځ، ۱۵/۱۱/۱۴۰۴  هـ ش
  11. پنځلسمه ناحیه د پنجشنبې په روځ، ۱۶/۱۱/۱۴۰۴ هـ ش
  12. شپاړسمه او اته لسمه ناحیه د شنبې په روځ،  ۱۸/۱۱/۱۴۰۴هـ ش
  13. اوولسمه ناحیه د یکشنبې په روځ، ۱۹/۱۱/۱۴۰۴هـ ش
  14. نولسمه او شلمه ناحیه د دوشنبې په روځ، ۲۰/۱۱/۱۴۰۴هـ ش
  15. یویشتمه او دوه ویشتمه ناحیه د سه شنبې په روځ، ۲۱/۱۱/۱۴۰۴هـ ش

ټول حافظان دې د ازموینې او نورو اداري چارو د ترسره کولو لپاره، د تابعیت اصلي تذکره له ځان سره ولري او د سهار په (۹) بجو دې د معهد عالي قراءات ته، چې د کابل هوایي ډګر د څلورلارې، د آریانا هوټل ترڅیرمه موقعیت لري حاضر شي ترڅو چې کوم اجراآت په نظر کې نیول شوي دي ترسره شي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest announcements

Mon, Mar 02 2026 11:18 AM
Background image

MOHIA Announcement

The Higher Institute of Qira’at of the Ministry MOHIA, which is the first official authority in Afghanistan authorized to grant specialization in the Seven and Ten Qira’at (Qira’at Sab . . .

Mon, Feb 02 2026 10:49 AM
Background image

MOHIA Announcement

The Ministry of MOHIA intends to auction off five (5) units of its scrap vehicles on 20/11/1404 (Solar Hijri) at 10:00 a.m., in the presence of the duly assigned auction committee.

Not . . .

Sat, Jan 31 2026 9:42 AM
Background image

MOHIA Announcement

A press conference of the Ministry of MOHIA is scheduled to be held today, Saturday, 11 Dalw 1404 (Solar Hijri), at the Government Information and Media Center.

Therefore, respected . . .

Back to announcements