د ارشاد حج او اوقافو وزیر شاغلی محمد قاسم حلیمی او د بلخ ولایت والی شاغلی محمد فرهاد عظیمی لیدنه

bakhshi_admin
Wed, Dec 09 2020 9:48 AM
بلخ

د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي، تیره ورځ، شنبه د روان کال د قوس په ۱۵ مه، د حج و اوقافو وزیر مولوي ښاغلي محمد قاسم حلیمي سره، په داسې حال کې چي د بلخ د حج و اوقافو ریاست ریس محمود دانشجو هم شتون درلود، د شیعه و سني علماوو په حضور کې ناسته وکړه.

ناسته د قرآن پاک ایاتونو په تلاوت پیل شوه.

د بلخ والي ښاغلي حلیمي ته د ښه راغلاست په ویلو، د دوی له ترسره شوو برنامو نه یې ملاتړ وکړ او همدارنګه یې د دین علماوو تر څنګ یې خپله همکاري وښودله.

په بله برخه کې د شیعه و سني یو شمېر علماوو په خپل وار سره خبرې وکړې، د بلخ والي فعالیتونو نه په مننې او علماوو ته یې د ځانګړې پاملرنې تر څنګ، ښاغلي وزیر سره، د حج و اوقافو ریاست کې د پروسونل کمښت، ترانسپورت نه شتون او کم معاش ستونزې شریکې کړې.

ورپسې د افغانستان اسلامي جمهوریت د حج و اوقافو وزیر د بلخ والي او د دین علماوو خبرو اورېدو سره، بلخ ته یې د سفر موخه د جماعتونو نه لیدنه، علماوو سره کاته او شته ستونزو ته د رسیده ګۍ په اړه خبرې وکړط، وعده یې وکړه چي په هر حالت کې به د علماوو ستونزو ته په خپل وخت سره رسیده ګي کوي.

همدارنګه د حج و اوقافو وزیر علماوو ته هدایت ورکړ چي د ممبرونو له لارې مثبت پیغامونه خپاره کړي، د ایات و حدیث له لارې د خلکو ذهنونه روښانه کړي تر څو، په خپلو مینځونو کې د یو بل له لارې د قتلونو لړۍ پایته ورسیږي، او د جماعتونو له لارې د اړوندې برخې په اړه تبلیغات وشي.

په همدې ترڅ کې ښاغلي حلیمي د علماوو ظرفیت لوړولو په اړه هم خبرې ورکړې وویل: هر هغه عالم چي د ماسترۍ یا دوکتورا لپاره سفر کوي تر راتک پورې یې د جماعت امام په توګه یې موقف ساتل کېږي.

دغه ناسته د لوی رب دربار ته د یوې دایمي سولې لپاره په لاسونو لپه کولو پایته ورسېده.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Wed, Nov 12 2025 2:37 PM
Background image

The Ambassador of the Islamic Emirate of Afghanistan in Qatar Meets with the Minister of MOHIA.

Tuesday, 20 Jumada al-Awwal 1447 AH, corresponding to 20 Aqrab 1404 SH
The Minister of MOHIA, Sheikh al-Hadith Dr. Noor Muhammad Saqib, met with Mr. Suhail Shaheen, the Ambassador of. . .

Wed, Oct 29 2025 11:15 AM
Background image

The process of distributing prayer rugs to a number of official and unofficial mosques across the country has been completed by the Ministry of MOHIA.

Tuesday, 6 Jumada al-Awwal 1447 AH, corresponding to 6 Aqrab 1404 SH

By the directive of the Honorable Minister of the Ministry MOHIA, Dr Noor Mohammad Saqib, and under the supervision. . .

BACK TO NEWS