د امام ابو منصور الماتريدي د تألیفاتو او شخصیت په اړه ویډیو کنفرانس ترسره شو

bakhshi_admin
Sun, Dec 20 2020 10:11 AM
vtc  امام ماتریدی

شنبه ٢٩ لیندۍ ١٣٩٩

دغه کنفرانس چې د ٢٠ اسلامي هېوادونو د دیني رهبرانو له لوري په لار اچول شوی و، د افغانستان په استازیتوب د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د علمي مجمعې رییس سید حجت الله نجیح او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس فضل محمد حسیني پکې ګډون او خبرې وکړې.

دغه کنفرانس د ازبکستان هېواد د جمهور رییس د مستشار ښاغلي دوكتور سيد روستم قسيموف په وینا پیل شو. ورپسې دوكتور نظير محمد عياد د الازهر شریف نائب شیخ د امام الماتریدي په تألیفاتو او اسلامي خدمتونو رڼا واچوله. له هغه وروسته د ترکیې هېواد د دیني چارو سازمان رییس دوكتور علي ارباش د امام الماتریدي د شخصیت په اړه بحث وکړ. همدارنګه په دغه ویډیویي کنفرانس کې د ازبکستان مفتي اعظم ښاغلي عثمانخان عليموف هم د امام الماتریدی د عظیم شخصیت او مقام په اړه وینا وکړه. ورپسې د اسلامي همکاریو سازمان مدیر دوكتور سيد سالم بن محمد المالك د نوموړي امام پر اخلاقو او ژوند خبرې وکړې. په همدې ترتیب مفتي سید حجت الله نجیح او فضل محمد حسیني د امام الماتریدي د مقام، تألیفاتو او د هغه د شخصیت په اړه هراړخیزې خبرې وکړې، چې د ویډیو کنفرانس ګډون کونکو لخوا یې تود هرکلی وشو.

ددې کنفرانس نورو ګډونوالو هم په خپل نوبت سره د موضوع اړوند خبرې وکړې

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS