د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او کام ایر هوایي شرکت تر منځ د حاجیانو د لیږد او بېرته راستنیدو هوکړه لاسلیک شوه.
تاریخ د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي ۴
۲۴ شوال المکرم/۱۴۴۳ه.ق
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او کام ایر هوایي شرکت تر منځ د روان کال حاجیانو د انتقال او بیرته راتلو هوکړه پرون د یاد وزارت په انګړ کې لاسلیک شوه.
دغه غونډه د حج ملي کمېټې د پرېکړې سره سم د ارشاد،حج او اوقافو وزارت ښاغلې وزیر شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب او د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو په شمول د کام ایر هوايي شرکت معاون فرید پیکار او دیاد هوايي شرکت یو شمېر استازو سره په کډون ترسره شوه .
یاده ناسته د پخوانیو ناستو په دوام د حاجیانو د لیږد را لیږد په برخه کې د چټکتیا او حاجیانو ته د لا د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه.
په یاده غونډه کې دواړه لوري هوکړې ته ورسېدل چې یاد هوايي شرکت به د ټاکل شوې سهمیه څخه نیمایي حاجیان د وړاندې شوو شرایطو مطابق او د هوایي چلند د موجوده معیارونو په پام کې نیولو سره سعودي عربستان ته د حج مراسمو ادا کولو لپاره انتقال او له مراسمو وروسته یې بېرته هېواد ته راستانه کړي.
د یادولو وړ ده چې د ۱۴۴۳ه ق(۱۴۰۱ه ش) کال سهمیه د افغانستان حاجیانو لپاره (۱۳۵۸۲) تنه ټاکل شوې ده.