د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس د کعبې شریفې د پوښ د جوړولو ځای څخه لیدنه وکړه.
۱۸، ذوالحجه ۱۴۴۳ه ق(۲۸ سرطان ۱۴۰۱ ه ش)
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب له خپل پلاوي سره د مجمع الملک عبدالعزیز لکسوة الکعبة المشرفة له مختلفو ځایونو څخه لیدنه وکړه.
دوي د کعبې شریفې د پوښ د حوړولو له فابریکې څخه لیدنه وکړه او د هغو عزتمندو خادمانو او نورو سعودي چارواکو چې د دواړو سپېڅلو زیارتونو د خدمت لپاره خدمت کوي مننه وکړه.
په دې کتنه کې د کعبې شریفې د پوښ جوړولو فابریکې (مجمع) مسوول عبدالعزیز او دکتور محمد بن عبدالله باجوده، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ورسره مل هئیت ته ښه راغلاست وویل او د مسجد الحرام او د نبوي جومات شئوون عمومي رئیس شیخ عبدالرحمن السدیس او د هغه مرستیال ته یې نیکې هیلې وړاندې کړې.
د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزير او ورسره مل پلاوي د دغې لويې فابريکې له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او د کعبې شریفې د پوښ جوړولو د فابریکې څخه د لیدنې پر مهال د کعبې شریفې د کسوه د مسؤل شخص په غوښتنه د کعبې پوښ په لاس ګنډلو کې برخه واخیسته او په خپلو مبارکو لاسونو یې څو تارونه اوویستل.
په دي کتنه کې د سعودي د باصلاحیته چارواکو د لارښوونو له مخې د کعبې شریفې پوښ د چمتو کولو مرحلې او خام مواد چې په جوړولو او سینګار کې کارول کیږي او د تخنیکي تجهیزاتو او اسانتیاوو په اړه هم لنډ معلومات وړاندې شول.
د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په شتون کې د کعبې شریفې په لور د مسوولینو له ۲۴ ساعته هڅو او پاملرنې مننه وکړه.