له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عمرې اداکولو د تګ لړۍ پیل شوه.

bakhshi_admin
Mon, Sep 19 2022 12:19 PM
عمره

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر څارنې لاندې د شمشاد او سلطان مدینې سیاحتي شرکتونو له خوا د عمرې د ادا کولو لپاره د حاجیانو لومړی کاروان نن د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د حرمینو شریفینو په لور روان شو.

په همدې تړاو نن د کابل هوایي ډګر کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عارف الله عارف، د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو، د یادو سیاحتي شرکتونو مسوولینو او  ۸۵ تنو معتمرینو ګډون درلود.

په دغه غونډه کې د حج او اوقافو وزارت مالي او ادارې مرستیال د عمرې د فضيلت په اړه د خبرو پر مهال له څو کلونو ځنډ وروسته د عمرې د پروګرام په بيا پيلېدو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې يادو شرکتونو له سعودي عربستان څخه د جواز اخیستلو وروسته وتوانیدل ترڅو خپل هیوادوال د عمرې په مقصد سپیڅلو زیارتونو ته واستوي.

ښاغلي عارف همدا راز زیاته کړه، دغه وزارت هڅه کړې، چې هغو وړ شرکتونو ته جواز ورکړي، چې د سفر پر مهال حاجیانو ته غوره خدمات وړاندې کوي.

ورپسې د عمرې اداکولو د اتحادیې رئیس حسنیار حسن زی منګل، افغانستان د متشبثینو د بورد مرستیال کاشف علي خیل، د معتمرینو په استازيتوب  ضیاء الله حیدري، د کابل هوایي ډګر په استازیتوب مفتي طارق خبرې وکړې. .

حسن زی منګل د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له هلو ځلو او هر اړخیزې همکارۍ څخه مننه وکړه، چې د عمرې زیارت کوونکو د لېږلو په پروګرام کې یې ورسره همکاري کړې ده.

د غونډې په پای کې د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال له خوا معتمرینو ته د سفر اسنادونه ورکړل شول.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Wed, Nov 12 2025 2:37 PM
Background image

The Ambassador of the Islamic Emirate of Afghanistan in Qatar Meets with the Minister of MOHIA.

Tuesday, 20 Jumada al-Awwal 1447 AH, corresponding to 20 Aqrab 1404 SH
The Minister of MOHIA, Sheikh al-Hadith Dr. Noor Muhammad Saqib, met with Mr. Suhail Shaheen, the Ambassador of. . .

Wed, Oct 29 2025 11:15 AM
Background image

The process of distributing prayer rugs to a number of official and unofficial mosques across the country has been completed by the Ministry of MOHIA.

Tuesday, 6 Jumada al-Awwal 1447 AH, corresponding to 6 Aqrab 1404 SH

By the directive of the Honorable Minister of the Ministry MOHIA, Dr Noor Mohammad Saqib, and under the supervision. . .

BACK TO NEWS