د قراءات عالی معهد (انسټیټیوټ) دنوي دورې له داوطلبانو څخه تخصصي آزموینه واخیستل شوه
۳ رمضان المبارک ۱۴۴۴ هـ ق (۵ حمل ۱۴۰۲ هـ ش)
نن د قراءات عالی معهد (انسټیټیوټ )د پنځمې دورې د نویو محصلینو دجذبولو په موخه ځانګړې آزموینه د تجربه لرونکې هيئت لخوا په یاد انسټیټیوټ کې واخیستل شوه، چې په دغه آزموینه کې د قاریانو چارو رئیس مولوی عبد الغفار ثاقب او د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس هم ګډون درلود.
په دې آزموینه کې (۶۰) تنو با استعداده حافظانو د کانکور په دغه آزموینه کې ګډون کړی وو، چې له آزموينې تر بريالي کېدو وروسته به د ځينو شرايطو په پام کې نيولو سره د معهد عالی قراءات نوي دورې ته جذب شي.
د دې آزموينې د پرانيستې په مراسمو کې د قایانو چارو رئيس مولوي عبدالغفار ثاقب وويل: چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قراءاتو عالی معهد انسټیټیوټ د ( تخصص قراءات سبعه عشره) د ترلاسه کولو لومړنۍ رسمي اداري ترڅنګ په تجربه لرونکو استادانو برسیره ورته مناسب درسي چاپیریال، مجهز کمپیوټري لپ ، معیاري کتابتون او فارغانو ته د فوق بکلوریا (۱۴ پاسو) سند ورکولو په برخه کې د هېواد په کچه د قرآن کریم د علومو په تدریس کې ارزښتناک رول لوبولی دی، چې په څو پړاوونو کې یې خپل فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي.