د مرکز او شمال زونونو حاجیان له مدینې منورې څخه مکې مکرمې ته په خیر سره ورسېدل.

bakhshi_admin
Sun, May 19 2024 5:17 PM
حجاج به مكه

شنبه ۱۰ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۹ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

نن له غرمې وروسته د مرکزي زون ( د کابل ناحیو او لغمان ولایت ) او د شمال زون ( کندز، سرپل او تخار ولایتونو) حاجیان له مدینې منورې څخه په منظم ډول د عصري بسونو په واسطه مکې معظمې ته ورسېدل او په (برکة بلازه او منازل الطلائع) عمارو کې د تسکین کمېټې له لوري ځای پر ځای شول، دوی په نبوي حرم کې د څلوېښت لمونځونو او د مقدسو ځایونو زیارت کولو وروسته د ترحیل کمېټې له لوري مکې مکرمې ته ولېږدلول شول.

د یادونې وړ ده چې سږکال افغان حاجیانو ته ټولې عمارې (ودانۍ) د بيت الله شريفې سره نیږدې، چې د ژوند ټولې اسانتياوې په درلودلو سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په مناسبه بيه په اجاره نيولې شوي دي

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS