په قطر کې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د افغان دولت مذاکراتي ټیم دیني عالمانو سره د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

bakhshi_admin
Tue, Oct 06 2020 12:01 PM
ویدیوکنفرانس قطر

دوشنبه ۱٤د تلې ١٣٩٩    
نن دوشنبه له غرمې ورسته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر محمد قاسم حلیمي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال دوکتور امین الدین مظفري او د هېواد یو شمېر مخورو دیني علماوو هر یو د مصالحې عالي شورا مرستیال عطاء الله سلیم، د ولسمشر سلاکار محمد سالم حسني، مولوي پیر محمد روحاني، مولوي عبدالسلام عابد، مولوي عبدالحکیم مجاهد، مولوي عبدالخبیر چيچکه او استاد فضل الرحيم بصیرت د وېډیو کنفرانس له لارې په قطر هېواد کې د مذاکراتي ټیم له دیني عالمانو هر یو مولوي عطاء الله لودین، مولوي عنایت الله بلیغ او مولوي عین النعیم سره د بین الافغاني خبرو اترو د روان بهیر په اړه خبرې وکړې.  
د مذاکراتي پلاوي هيئت د خبرو د روان بهیر په اړه دیني عالمانو ته معلومات ور کړل او یاد مذاکرات یې هېله بښوونکي وبلل. 
ورپسې دعلماوو په نماينده کې د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزير محمد قاسم حليمي د مذاکراتي ټیم له غړو سره په خبرو کې د سولې له روانو خبرو بشپړ ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چې افغانان نور له جنګونو ستړي دي.  
نوموړي وويل، چې د هېواد ټول علماء په مذاکراتو کې د تلپاتې اوربند غوښتنه کوي او څرګنده يې کړه، چې هيڅ عالم د افغانستان د بې ګناه وګړو وژنه نه په ملي او نه په نړیواله کچه تائيدوي او موږ سره د نړۍ د ټولو اسلامي هېوادونو د علماوو ملاتړ شته او هر وخت چې موږ وغواړو د اسلامي هېوادونو د علماوو او لوي اسلامي مراکزو سره دا موضوع شریکوو.
د هېواد دیني عالمانو روانې خبرې د سولې لپاره یو ښه فرصت یاد کړ او ټینګار یې وکړ، چې مذاکراتي ټیم دې د خبرو اترو په ترڅ کې د زغم، نرمښت او ځان تېریدنې څخه په کار اخېستلو سره د سپېڅلي محمدي شریعت په رڼا کې په عالي روحیه د هېواد روانو حالاتو ته په کتو سره خبرې پرمخ یوسي، تر څو هېوادوال خپل همېشني ارمان (سولې) ته ورسېږي، چې نور د وژنې، وینې بهېدنې او دربدریو شاهدان و نه اوسو.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS