د معهد عالي قراءات درېیمې دورې رقابتي ازموینه واخېستل شوه .

bakhshi_admin
Wed, Oct 07 2020 2:04 PM
امتحان معهد

د معهد عالي قراءات درېیمې دورې رقابتي ازموینه واخېستل شوه
د۱۳۹۹لمریز کال د تلې ۱۵نېټه
د معهد عالي قراءات درېیمې دورې جدیدالشمولانو اختصاصي ازموینه د شیخ القراء والمجودین استاد برکت الله سلیم په مشرۍ واخېستل شوه.
په پیل کې د قرانکریم څو ایتونه د قاریانو د چارو سلاکار استاد مبشر الله حقجو په واسطه تلاوت شول، ورپسې ښاغلي شیخ القراء د معهد عالي قراءات رامنځته کولو اړتېا په برخه کې خبرې وکړې او د دغه ادارې د کارکونکو له زحمتونو څخه یې مننه وکړه، نوموړي زیاته کړه چې د کانکور په ازموینه کې د دې مرکز لومړۍ دورې فارغانو د ښو نمرو په اخېستلو سره د پوهنتون پنځم سېمستر ته لار پیدا کړې ده چې دا د دغه مرکز د مسؤلینو د هڅې او زیار پایله ده.
ورپسې قاري حمدالله حمیدي د معهد عالي قراءات آمر د تقریري او تحریري ازموینې اخېستلو په اړه رڼا واچوله، نوموړي زیاته کړه چې سږکال د کرونا ویروس خپریدو له امله د دغه مرکزي درسي چارې و ځنډېدلې چې له امله یې د قراني علومو تږي ونه توانېدل په خپل وخت درس ته حاضر شي.
د درسي پروسې د بیاځلې پیل لپاره ۴۵تنه په شرایطو برابرو کسانو نوملیکنه کړې ده چې د هغې له ډلې څخه د تحریري او تقریري ازینې له ورکولو ورسته به په دغه علمي مرکز کې شل تنه زده کړو ته دوام ورکړي، د نوي سمستر درسونه به اشاء الله د تلې په ۱۹نېته شنبې په ورځ شروع شي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS