دقرآن کریم د نزول اونۍ د لسیزې نمانځنه او په قرآني علومو کې د مخکښو خوېندو د فعالیتونو قدردانی
پنجشنبه ۱۶ غويي ۱۴۰۰ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په نوښت د قرآن کریم د نزول اونۍ د لسیزې د نمانځنې او په قرآني علومو کې د مخکښو خوېندو د فعالیتونو قدردانی وشو. په دغه غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي، د ولسمشر ستر سلاکار مولوي سردار ځدراڼ، د ښځو چارو وزیرې حسینه صافۍ، د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدې د مشرانو جرګې او ولسي جرګې غړو او ګڼ شمېر ښځینه عالمانو ګډون کړی و. په پیل کې ناستې ته په دیني چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار مولوي سردار ځدراڼ د ولسمشر پیغام ولوست. ولسمشر پخپل پیغام کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له رهبري مننه وکړه او د روژې په مبارکه میاشت کي یې د یاد وزارت مؤثر پروګرامونه وستایل او خوښي یې څرګنده کړه، چې هیواد کې یې زرګونه نجونو ته د دیني زده کړو زمینه برابره کړې ده. ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ښځو د ارشادي چارو رئیسې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د وزارت له رهبري مننه وکړه، چې د یاد ریاست په ایجاد سره یې افغان مېرمنو ته د خدمت نوی ادرس ایجاد کړ. ورپسې د ارشاد حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: تېرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی، چې افغان مېرمنې په دومره لویه کچه د قدر له شپې څخه تجلیل کوي. نوموړي وویل: د ښځو د ارشادي چارو د ریاست اړتیا ته په کتو باید دا ریاست شل کاله مخکې ایجاد شوی و، څو د هیواد ټولو مېرمنو له یو دیني او باوري ادرس څخه په بیلابیلو برخو کې خپل غږ اوچت کړی و. نوموړي د ښځو چارو له وزیرې غوښتنه وکړه، چې د وزارت په چارو کې دې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ښځو ارشادي چارو له ریاست سره خپل کارونه همغږي کړي. محمد قاسم حلیمي په خپلو خبرو کې ښځو ته ډاډ ورکړ چې هیڅکله به له منبر او دیني مرکزونو څخه د ښځو د مشروع، دیني او بشري حقونو خلاف غږ پورته نشي. هغه وویل: د هیواد عالمان د دین او اساسي قانون په چوکاټ کې د ښځو له حقونو څخه ملاتړ کوي. په دغه غونډه کې د ښځو چارو وزارت سرپرستې آغلې حسینه صافۍ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبري کړنې وستایلې او زیاته یې کړه: مونږ به په ټول توان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په چوکاټ کې د خوېندو له پروګرامونو ملاتړ کوو. دغه راز د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي وویل: ښځې باید په سیمه ایزه، ملي او نړیواله کچه تجارت او زده کړو ته وهڅول شي او د حج او اوقافو وزارت کولی شي چې په دا ډول غونډو سره د دیني اصولو په چوکاټ کې یو مثبت او رغنده بدلون رامنځته کړي. د غونډې په بله برخه کې په دیني زده کړو بوختو زده کونکو بیلابیلې ترانې ولوستې او د ویډیو کلیپ له لارې مېرمن کیمیا قادري زاده، لیما حیدري، زمرد افغان او حلیمه سروري هغه مېرمنې وې چې قرآن کریم يې په قلمي ډول په ښکلي صحافت لیکلی و خپل پیغام واوراو. په پای کې یادو څلورو تنو مېرمنو او ښځینه حافظانو ته د تشویق او ستایني مډالونه او نغدي جایزې هم ورکړل شوې.
