د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا سعودي عربستان ته د روان کال د حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو
جمعه، ۳۰/شوال المکرم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۸/حمل/۱۴۰۵هـ ش
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا نن سعودي عربستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال د افغان حاجیانو د انتقال بهیر د پیل په موخه د کابل په مجتمع الحجاج کې ځانګړې غونډه دایره شوه، چې پکې د وزارت مسلکي معین، محترم مولوي حافظ محمد حامد حسیب، د مرکزي ریاستونو رئیسانو، یو شمېر شیوخ کرامو، د آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو مسؤولینو او د اول پرواز شاملو حاجیانو ګډون کړی ؤ.
په دې غونډه کې د وزارت مسلکي معین، ښاغلي حافظ مولوي محمد حامد حسیب ارزښتناکه علمي وینا وکړه، چې پکې یې د حج د سپېڅلې فریضې پر معنوي ابعادو او شرعي حکمتونو رڼا واچوله. نوموړي حاجیانو ته په خطاب کې وویل، چې د حج اداء کول د الله تعالی له لوري پر بنده ګانو ستر فضل او ځانګړی احسان دی او پر حاجیانو لازمه ده چې د اسلام مبارک دین دغه مهم رکن د الهي لارښوونو او شرعي طریقې سره سم په پوره اخلاص او لِلّٰهيت سره اداء کړي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د حج فریضه د اسلام د مبارک دین په ارکانو کې ځانګړی مقام او لوړ شرعي اهمیت لري او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د افغاني حاجیانو د ښه خدمت، هغوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو او هر اړخیز تنظیم لپاره پوره تدابیر او ترتیبات نیول شوي دي، خو داچې دا سپېڅلی عبادت له بېلابېلو بدني او مالي تکلیفونو سره مل دی، نو محترم حاجیان باید د دې مبارک سفر ټول تکالیف د الله تعالی د رضاء په نیت په لوړې حوصلې، صبر او ورین تندي سره وزغمي.
همدارنګه په دغه جوړه شوې غونډه کې د وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رئیس، محترم مولوي محمد نبي محمدي، د اسلام په مبارک دین کې د حاجیانو د مقام او فضیلت تر بیان وروسته وویل، چې سږ کال به د افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان د آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو له لارې، د هېواد له څلورو هوايي زونونو څخه د شپږ نوي (۹۶) پروازونو په ترڅ کې سعودي عربستان ته انتقالیږي، چې لومړي پنځلس زره (۱۵) زره به په (۴۶) پروازونو کې له هېواد څخه مستقیماً مدینې منورې او پاتې پنځلس (۱۵) زره نور جدې ته ولېږدول شي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د حاجیانو د ښه استقبال، تنظیم او خدمت لپاره د وزارت محترم مقام د لارښوونې پر اساس ځانګړي هیئتونه مخکې له مخکې سعودي عربستان ته لېږل شوي دي، ترڅو د اړوندو قراردادي شرکتونو سره د خدماتو د کیفیت، د لازمو اسانتیاوو د برابرولو او ښې همغږۍ په برخه کې لازم تدابیر ونیسي.
