د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد یو شمېر رسمي او غیر رسمي جوماتونو ته د فرش (جای نماز)د وېش لړۍ بشپړه شوه
سه شنبه، ۶ جمادي الاول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۶ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مفتي نور محمد ثاقب صاحب د هدایت له مخې، د یوې مؤظفې کمېټې تر څارنې او نظارت لاندې د کابل ښار په شمول د ټولو ولایاتو یو شمېر رسمي او غیر رسمي جوماتونو لپاره دشپږویشت زره، اته سوه او یو اتیا (۲۶،۸۸۱) متره مربع فرش (جای نماز) د وېش لړۍ، نن د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې بشپړه شوه.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې ورپسې د ارشاد او جوماتونو چارو د انسجام رئیس، مولوي امین ګل عادل خبرې وکړې او ویې ویل چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دا پروسه د جوماتونو د اړتیاوو د پوره کولو او د لمونځ کوونکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه عملي کړه.
نوموړي زیاته کړه: د محترم وزیر صاحب د هدایت پر اساس د وزارت د طرح شوي پلان او د موظفې کمېټې د څېړنو له مخې، هغه جوماتونه چې د فرش اړتیا یې لرله، د وزارت له بودیجې څخه ورته یاد مقدار فرش (جای نماز) تدارک او واخستل شو، چې د ترتیب شوي جدول له مخې یې نن د کابل ښار یو شمېر رسمي او غیر رسمي جوماتونو ته د وېش پیل شوې لړۍ بشپړه شوه او ټاکل شوې ده چې دا بهیر به په راتلونکې کې هم دوام ومومي او په تدریجي ډول به د هېواد پاتې جوماتونو ته هم وغځول شي.
د یادونې وړ ده، د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو، چې په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې یې ګډون کړی وو، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له دغه نیک او ارزښتمن اقدام څخه مننه او قدرداني وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دغه لړۍ دې په راتلونکې کې هم جاري وساتل شي.
