د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال د حج کاري کمېټو له مسؤولینو سره ناسته ترسره کړه.
۲۰، ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق (۱۷ سرطان ۱۴۰۲ هـ ش)
نن د غرمې مخکې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معین مولوي عارف الله عاف او د رهبرۍ یو شمیر غړو په ګډون، د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې د حج کاري کمېټو له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه.
ښاغلي عارف د هرې کمېټې له مسؤلینو سره د کار په دوام او د څلورو زونونو د هوایي ډګرونو څخه د حاجیانو انتقال مجتمعاتو ته او په یادو مجمتعاتو کې د حجاجو لپاره د هستوګنې، تغذیې او نورو اسانتیاوو برابرولو پر موضوعاتو هر اړخیزي خبرې اترې وکړې او هر یو ته یې د خپلو دندو په اړه او د چارو د لا ښه والي او حاجیانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې