د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو له علماوو سره دخپل کار په دفتر کې وکتل

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۵۰
ملاقات وزیر

سه شنبه ۲۶ ربیع الثاني ۱۴۴۶ هـ ق (۸ عقرب ۱۴۰۳ هـ ش)

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب نن په جلا جلا کتنو کې د کاپیسا ولایت د جهادی مدرسې استاذانو، د ولایتې شورا علماء کرامو او د بامیانو ولایت څخه د استاد محمد اکبري تر مشرۍ لاندې راغلو د اهل تشیع او  تسنن له علماء کرامو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پېل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر خبرې وکړي او زیاته یې کړه: علماء کرام د ټولنې د پوهې او اصلاح  سمبولونه دي او دوی د ټولنې په یووالي او اتحاد کې خورا مهم رول لري او دوی د دیني اصولو او احکامو په رڼا کې خلکو ته لارښوونې کوي او د دیني مسایلو په اړه یې زده کړو ته هڅوي.

نوموړي وویل: علماء کرام په ټولنه کې  د نیکو ارزښتونو د پیاوړتیا او د ناسمو باورونو لمنځه وړلو لپاره کار کوي، او خلک د ورورولۍ، صداقت او درناوي  اصولو ته را بولي.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دجوماتونو، حُسَینیو او خانقاوو د ترمیم او ودانولو په برخه کې جدي اقدامات کوي او مونږ په دې لټه کې یو چې هغه جوماتونه او عبادت ځایونه چې لا رسمي نه دي رسمي کړو او دخطیبانو، امامانو، مؤذنینو او خادمېنو په بستونو کې زیاتوالي راولو ترڅو دوی وکولی شي په ښه او مؤثره توګه د دیني او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

ورپسې د کاپیسا او بامیانو ولایتونو علماء کرامو په خپلو خبرو کې دارشاد، حج او اوقافو وزارت د بیلا بیلو برخو د کارونو ستاینه وکړه.

دوی وویل: د جوماتونو او عبادت ځایونو جوړول، ترمیمول او همدارنکه دعلماوو لپاره د بستونو زیاتول د دیني خدماتو په ترسره کولو کې ارزښتناک ګامونه بلل کیږي.

د لیدنو په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر راغلو علماء کرامو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او وعده یې وکړه چې اسلامي امارت به د دیني او علمي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د علماوو هر اړخیزه مرسته او حمایت کوي.

دغه ناسته د دعائېي په لوستلو سره پای ته ورسېدله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۲۲:۱۰
Background image

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ په بریاليتوب سره بشپړه شوه

۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ چې د حج د مناسکو تر بشپړېدو وروسته په منظم ډول پیل شوې وه، په بریالیتوب سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷ هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړنۍ پروزا ترسره شو

۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۵ سرطان  ۱۴۰۴ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړی کاروان چې (۸۲) تنه  معتمرین پکې شامل وو، نن د کابل له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستۍ پرواز نن هېواد ته ترسره شو

دوشنبه ۴محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

مکه مکرمه – هغه افغان حاجیان چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، د حج فریضې تر اداء کولو وروسته. . .

BACK TO NEWS