د ارشاد، حج او اوقافو وزیر لخوا حاجیانو ته د دوی پاتې پیسو ورکولو لړۍ پیل شوه.

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۱۵:۴۸
توزیع پول

۱۴، صفر ۱۴۴۴ ه‍ ق (۱۹ سنبله ۱۴۰۱) ه‍ ش

کابل، افغانستان: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او د رسنیو په مرکز کې د یوي غونډې په ترڅ کې هغو حاجیانو ته چې سږکال د حج مراسمو اداکولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وه، د دوی د لګښتونو څخه پاتې پیسو د ورکولو بهیر پیل شو.

په یاده غونډه کې ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب، مالي او اداري مرستیال مولوي عارف الله عارف، ددې وزارت رئیسانو په ګډون یو شمیر حاجیانو هم شتون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشا، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، دا لومړی ځل دي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دوی د لګښتونو څخه پاتې پیسې بیرته دوی ته ورکوي.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه، ‏چې سږ کال د فرضي حج په پروسه کې له هر حاجي څخه ۴ زره او ۱۳۰ ډالر اخیستل شوي وو، چې یوازې ۳ زره او ۶۱۴.۶۲ ډالر یې مصرف شوي او پاتې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا؛ هر حاجي ته ۵۱۵.۳۸ ډالر بېرته ورکول کېږي، مګر څنګه چې ۳۸ سینټونه په ډالرو باندې تأدیه کول ستونزمن وو، بناء موږ د ۳۸ سینټونو په بدل کې ۳۳.۵ افغانۍ ورکوو. چې دا پیسي له هغه مصارفو زیاتی پاتي دي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اټکل کړی وي.

د یادونې وړ ده، چې د مرکز حاجیان دي مرکز ته او  ولایتي حاجیان دي د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ته مراجعه وکړﺉ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۰:۴
Background image

افغان حاجیان د عرفات په سپېڅلي میدان کې په عبادت بوخت دي

۹ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۵ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

 عرفات: نن د حج د مناسکو تر ټولو مهمه ورځ د ذوالحجې نهمه  د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سلګونه زره مسلمانان د عرفات په سپېڅلي میدان کې راټول شوي دي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۴۹
Background image

افغان حاجیان دحج مناسکو د اداء کولو لپاره مِنیٰ ته روان شول

۸ذوالحجه ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۱۴جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

دذوالحجې داتمې په مناسبت په مکه مکرمه کې مېشت ټول افغان حاجیان دخپلو معلمینو په ملتیا دعصري او مجهزو بسونو له لارې دمنیٰ په لور روان شول،ترڅو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۹:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مشاعرو کې د مِنیٰ او عرفات له خیمو څخه لیدنه وکړه

سه شنبه ۶ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۳جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد. . .

BACK TO NEWS