له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده
چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو د بېرته راستنېدو بهیر، چې د تیرې ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځلسمه نېټه پیل شوی ؤ، د وروستي شپږ نوي یم (۹۶) پرواز په رارسېدو سره بشپړ شو.
په همدې مناسبت د وزارت لخوا د کابل په مجتمع الحجاج کې ځانګړې اختتامیه غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب، د وزارت مسؤولینو، په وروستي پرواز کې رارسېدلو حجاج کرامو، علماوو او یو شمېر شیوخ کرامو ګډون کړی ؤ.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي صاحب راغلو حجاج کرامو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، هغوی ته د قبول شوي حج دعاء وکړه او ویې ویل: د الله تعالی فضل او احسان دی چې سږ کال هم د افغانستان دېرش (۳۰) زره حاجیان د حج مبارکې فریضې د اداء کولو لپاره حرمینو شریفینو ته تللي وو او نن د وروستي پرواز په رارسېدو سره دغه ستره پروسه په خیر، پوره نظم او بریالیتوب سره بشپړه شوه.
نوموړي د حج چارو د بریالي مدیریت، د حاجیانو د منظم انتقال او د خدمتونو د اغېزمن تنظیم له امله د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هڅې وستایلې او د دغه وزارت له مسؤولینو، د حج بعثې، معلمینو، اداري او تخنیکي کارکوونکو، د آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو، د هوايي ډګرونو له مسؤولینو، مجاهدینو او ټولو هغو اشخاصو څخه چې د حاجیانو د خدمت او انتقال په بهیر کې یې صادقانه او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، مننه او قدرداني وکړه. همدارنګه یې د سعودي عربستان له حکومت او اړوندو ادارو څخه هم حجاج کرامو ته د مناسبو اسانتیاوو برابرولو او غوره خدماتو وړاندې کولو له امله مننه وکړه.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر صاحب راغلو حجاج کرامو او د غونډې ګډونوالو ته علمي وینا وکړه او په پیل کې یې د حج لویې پروسې د بریالي پای ته رسېدو په تړاو د وزارت له مسؤولینو، علماء کرامو، اړوندو ارګانونو او ټولو هغو کسانو له مخلصانه هڅو څخه قدرداني وکړه چې د حج چارو د غوره تنظیم او د حاجیانو د خدمت لپاره یې ترسره کړې دي.
محترم وزیر صاحب له سعودي عربستان څخه د سږني کال ټولو راستنو شویو حاجیانو او د هغوی کورنیو ته د حج مبارکي وړاندې کړه او هغوی ته یې په خطاب کې وویل چې حج د اسلام مهم رکن دی، چې الله تعالی پر مسلمانانو فرض ګرځولی او د دغه عبادت د قبولیت لپاره اړینه ده چې په پوره توګه له ټولو ارکانو، واجباتو، سنتونو او مستحباتو سره اداء شي.
همدارنګه محترم وزیر صاحب د قرآن کریم او نبوي احادیثو د لارښوونو په رڼا کې حجاج کرامو ته سپارښتنه وکړه او ویې وویل چې حج او عمره باید خالص د الله تعالی لپاره اداء شي، نه د نوم، شهرت، کلیوالي سیالیو یا نورو دنیوي موخو او اغراضو لپاره.
همداراز محترم وزیر صاحب زیاته کړه چې د مبرور او قبول شوي حج تر ټولو څرګنده نښه د انسان په اخلاقو، اقوالو، افعالو او کړنو کې مثبت بدلون دی، که د حج له اداء کولو وروسته د حاجي په وینا، عمل، اخلاقو او له خلکو سره په تعامل کې اصلاح او ښه والی راشي، دا د هغه د حج د قبولیت مهمه نښه ده. او حج چې قبول شي، نو لکه څرنګه چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: انسان له ګناهونو څخه داسې پاکیږي لکه نوی چې له مور څخه زېږېدلی وي. نو حاجیان صاحبان باید ډېر متوجه شي چې د اسلام د دغه ستر رکن له اداء کولو وروسته د خپلو نېکو اعمالو د زیاتوالي او د ناوړه اعمالو او ګناهونو پرېښودلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
محترم وزیر صاحب د خپلې وینا په بله برخه کې، په حرمینو شریفینو کې د افغان حاجیانو د ځانګړي عزت او حیثیت یادونه وکړه او ویې ویل چې تاسو په خپلو سترګو ولیدل چې د افغانستان حاجیان په حرمینو شریفینو کې خاص او ممتاز حیثیت لري. خلک هغوی ته په ډېر احترام ګوري، سلامونه پرې کوي، د لیدو په وخت کې یې خوښي څرګندوي او د درناوي احساس ورسره شریکوي. دا عزت او حیثیت بې حکمته نه دی، بلکې دا د هغو سترو جهادونو او لویو قربانیو برکت دی چې افغان ولس د خپل دین، خپلواکۍ او ارزښتونو د ساتنې لپاره ورکړې دي.
محترم وزیر صاحب د خپلې وینا په پای کې ټولو حاجیانو ته له الله تعالی څخه د مبرور او مقبول حج دعاء وکړه او هغوی ته یې د دنیوي نېکمرغیو ترڅنګ د آخرت د سعادتونو هیله څرګنده کړه.
