د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم ”منیب“ د افغانستان له پاره د چین له نوي سفیر سره لیدنه

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۴ - ۱۰:۱۶
چین

پرون (شنبه ٢ لیندۍ ١٣٩٨) دارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم”منیب“ د افغانستان له پاره د چین له نوي سفیر ښاغلي ”وانګ یو“ سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

ښاغلي مولوي عبدالحکیم”منیب“ په افغانستان کې د چين هېواد د نوي سفیر د ټاکل کېدو په توګه ښاغلي ”وانګ یو“ ته مبارکي وویله او چین یې د افغانستان نږدې متحد او دوست هېواد یاد کړ.

نوموړي په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د چین له مرستو او نېکو اړیکو هم مننه وکړه.

ښاغلي منیب د چين هېواد نوي سفیر ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه، او زیاته یې کړه چې دده د ماموریت په موده کې به دغه وزارت له چین هېواد سره کلتوري اړیکې له پخوا هم پیاوړې کړي.

ښاغلي ”یو“ دارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم ”منیب“ له تود هرکلي مننه وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ یې اړیکې تاریخي، په ارزښتونو او شریکو ګټو ولاړې وبللې.

همدارنګه ښاغلي ”یو“ هیله څرګنده کړه، چې و به کړای شي د خپل ماموریت په موده کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۹ - ۱۵:۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سره وکتل.

دارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم منیب د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي سره د حج پروسې د الیکترونیکي کولو سیستم پر بشپړتیا لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۱۳:۴۵
Background image

د مــرسته شويو قرآنکريمونو د وېش لړۍ

د ارشاد حــج، او اوقافو وزارت له لوري د دوست هــېواد سعودي عـــربستان د مــرسته شويو قرآنکريمونو د وېش لړۍ د جمهوري رياست د چارو ادارې او نورو اړونده ارګانونو په حضور کې نن د مرکز زون. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۰:۴
Background image

په مدينه منوره کې د افغان حاجيانو د خدمت له پاره د « الأهلية للأدلاء» دولتي مؤسسې سره د تړون لاسلیک

د حج په موسم کې په مدينه منوره کې د افغانستان د حاجيانو د خدمت له پاره د «المؤسسه الأهلية للأدلاء» دولتي مؤسسې سره د ۱۳۹۹ لمریز کال له پاره د دې موسسې مشرتابه او د افغانستان اسلامي. . .

BACK TO NEWS