د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا
د رسنیو درنو استازو!
کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا یکشنبه، د روان کال د زمري (اسد) میاشتې ۱۴مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۶ هـ ق کال د معتمرینو د لومړۍ الوتنې په مناسبت غوڼده لري، چې په دغه غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د مسؤلینو ترڅنګ تلونکي معتمرین هم ګډون کوي.
په همدې موخه د رسنیو له درنو همکارانو څخه په خورا درنښت هيله کوو، چې د دې غونډې په خبرې پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړﺉ.
ځای: کابل: زړو مکرویانو د ملي بس څلور لارې ـ مرنجان تپې ته څېرمه ـ د مرکز زون د حاجیانو مجتمع
نېټه: یکشنبه ۲۹ محرم ۱۴۴۶ هـ ق (۱۴ اسد ۱۴۰۳ هـ ش)
وخت: د ماسپښین یوه نېمه(۱:۳۰) بجه
د اړیکو شمېرې: / ۰۷۸۸۸۸۳۲۸۸/۰۷۴۴۷۲۰۰۷۰