د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د مصر له نوي قونسل سره په کابل کې ولیدل.

bakhshi_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۳ - ۱۳:۲۲
سفیر مصر

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د مصر له نوي قونسل سره په کابل کې ولیدل.
نن له غرمې وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم ”منیب“ د ورور او دوست هېواد مصر د سفارت له نوي قونسل محمد ”عبدالحلیم“ سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
ښاغلي ”منیب“ د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د نېکو همکاریو او دوستانه اړیکو قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پراخه علمي او فرهنګي اړیکو غوښتنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د مصر قونسل د دواړو ورونو هېوادونو په دیني، علمي اړیکو او مناسباتو خبرې وکړې او د مصر هېواد یې د افغانستان حکومت او خلکو همکار یاد کړ.
ښاغلي محمد ”عبدالحلیم“ په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د خپلو مرستو په دوام ټینګار وکړ.
دواړو اړخونو د تدریب أیمه او علماؤ د ظرفیت د لوړوالي په اړه هم خبرې وکړې او نظریات یې سره شریک کړل.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د علماؤ او دیني تعلیماتو ملاتړ د دې وزارت د لویو موخو څخه یاد کړل او په دې برخه کې یې د مصر هېواد همکاري ارزښتمنه وبلله.
په پای کې مولوي عبدالحکیم ”منیب“ د مصر نوي قونسل محمد ”عبدالحلیم“ ته دامام ابو حنیفه د سمپوزیم مډال ډالۍ کړ.   

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۲۱:۵۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له معین سره وکتل

۹ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۳۰ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)

نن پنجشنبه: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني ‏او ددې وزارت یو شمېر مرکزي ریاستونو رئیسانو په شتون کې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۹:۴۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په بهر کې مېشتو افغانانو له یو شمېر علمي او فرهنګي شخصیتونو سره وکتل

چهارشنبه ۸ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۲۹ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)

‏د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نور محمد ثاقب په بهر کې مېشتو افغانانو له یو شمېرعلمي او فرهنګي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۱:۴۵
Background image

د روان کال د حاجیانو د معلمینو روزنیز سیمینار دویم پړاو په بریالتوب سره پای ته ورسیده.

پنجشنبه ۲۵ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۱۶ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)

د حاجیانو د معلمینو روزنیز سیمینار چې د یوې اونۍ لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې پیل. . .

BACK TO NEWS