د افغان حاجیانو لومړی کاروان له مدینې منورې څخه مکې مکرمې ته په خیر سره ورسېدل.
۹ ذوالقعده ۱۴۴۴ هـ ق (۸ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش)
له مدینې منورې څخه د حاجیانو لومړی کاروان نن له غرمې وروسته مکې معظمې ته ورسید او په (زاد الرحمه) عماره کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې تود هرکلی وشو.
په ياده عماره کې د مکتب شؤون حجاج افغانستان او د (۲۱) مکتب د مسؤلینو لخوا د ډالیو او ګلانو په ورکولو سره د ښه راغلاست مراسم ترسره شول.
په مکه مکرمه کې د تسکین کمېټي رئیس مولوي قطب العالم ثاقب په دغه سپیڅلي ښار کې د حاجیانو د تسکین په اړه وویل: ياده عماره د بيت الله شريف سره نیږدې فاصله کې موقعيت لري او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د عصري ژوند ټولې اسانتياوې په لرلو سره په مناسبه بيه په اجاره نيول شوې ده او دغه راز یاده عماره د حاجیانو له راتګ څخه مخکې د تسکین کمېټي لخوا کنټرول او بررسي شوې ده او د تړون له مادو سره سم د استوګنې د ټولو اسانتیاوو او اړینو وسایلو شتون تامین شوی او د حاجیانو د ورتګ لپاره یې ترتیب او چمتووالی نیول شوی دی.