د خپل ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۶) عرادو فلډر ډوله تويوتا موټرو د تدارک پروژه

bakhshi_admin
فیلدر

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، د خپل ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۶) عرادو فلډر ډوله تويوتا موټرو د تدارک پروژه د «صبغت حضرت زاده تجارتي شرکت» ته چې د جواز شمېره‌یې (۶۳۴۳۹) ده او د کابل ښار د لسمې ناحیې په تایمني سیمه کې موقعیت لري، په ټولیزه بیه د (۱۰،۷۶۰،۰۰۰) لس میلیونه او اووه سوه شپېته زره افغانيو په ارزښت ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولی شي خپل اعتراض له دې اعلان څخه د اوو (۷) تقویمي ورځو په موده کې، له اړینو دلایلو سره یو ځای د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له مخې په لیکلي ډول وړاندې کړي.

یادونه: دا اطلاعیه د قرارداد د لاسلیک معنا نه لري او تر هغه پورې چې پورته ذکر شوې موده بشپړه نه شي او قانوني مراحل پای ته ونه رسېږي، قرارداد به لاسلیک نه شي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۳۱
Background image

د خپل ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۶) عرادو فلډر ډوله تويوتا موټرو د تدارک پروژه

د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، د خپل ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۶) عرادو فلډر ډوله . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۵۰
Background image

څو د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال لپاره د "د محترم ملي احصائیه او معلوماتو ادارې لپاره د یو محراب مسجد شریف د اعمار پروژه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو شرایط پوره کوونکو داوطلبانو څخه بلنه ورکوي، څو د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال لپاره د "د محترم ملي احصائیه او معلوماتو ادارې لپاره د یو محراب مسجد شریف د اعمار . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۳۶
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۵۴ قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیه باب د تهیه او تدارک پروژه

د ۴۳مې مادې د (۲) فقرې د احکامو پر بنسټ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت غواړي چې د خپل ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۵۴ قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیه باب د تهیه او تدارک پروژه، د "الماس حبیب . . .

Back to tenders