د رسنیو درنو استازو!

bakhshi_admin
اطلاعیه

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا سه شنبه د  روان کال د وږي (سنبلې)د میاشتې ۱۳مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري، هغو حاجیانو ته چې په ۱۴۴۵ هجري قمري کال کې یې حج اداء کړی د دوی د حج له لګښتونو څخه د پاتې پیسو بیرته ورکولو او د راتلونکي 1446هـ ق کال د حج سهمیې د اعلان په تړاو غونډه ترسره کړي.

په همدې موخه د رسنیو له درنو همکارانو څخه په ډېر درنښت هيله کوو، چې د دې غونډې په خبرې پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړﺉ.

ځای: نوی ښار: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په مقر کې.

نېټه: سه شنبه ۳۰ صفر المظفر ۱۴۴۶ هـ ق (۱۳ سنبله ۱۴۰۳ هـ ش)

وخت: له غرمې مخکې نهه نیمې (۳۰: ۹) بجې

د اړیکو شمېرې: / ۰۷۸۸۸۸۳۲۸۸/۰۷۴۴۷۲۰۰۷۰

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۰:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

هغو قاریانو او فاتحینو ته خبر ورکول کیږي، چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۶هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشان د ختم اداء کولو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۳۵
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عالي قرائتو معهد، چې د هېواد په کچه د سبعه عشره قرائتو د  تخصص ترلاسه کولو لومړنی رسمي مرجع ده، هغه کسان چې د دولسم ټولګي (د دیني مدرسو او رسمي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۴۰۴ هـ ش کال د حج لپاره د نوې نوم لیکنې بهیر پیل کړي.

په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو اشخاصو ته چې د . . .

Back to announcements