د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

bakhshi_admin
مسابقه حفظ

د قرآن کریم د حفظ او تجوید ملي سیالیو دیارلسم پړاو او د قرآن کریم حُسن قراءت سیالیو لومړی پړاو د هېواد د (۳۴) ولایتونو په ګډون، د قرآن کریم نړیوالو سیالیو ته د ممتازو قاریانو د ورپېژندلو او تشخیص په موخه دغه وزارت له دې وړاندې په ټولو ولایاتو کې هم د قرآن کریم سیالۍ ترسره کړې وې، چې په پایله کې له هر ولایت څخه یو - یو تکړه (ممتاز) قاري په وروستۍ سیالۍ کې د ګډون لپاره مرکز ته ور وپیژندل شو.

د مرکز او کابل ښار د ۲۲ ناحیو ټولو علاقمندانو او شایقینو ته خبر ورکول کېږي، چې هغه کسان چې د قرآن کریم بشپړ حافظ وي، د تجوید له اصولو سره بلد وي او د قرآن کریم د حسن قراءت باندې بشپړ مهارت ولري او د دوی عمر د روان کال تر پایه پورې؛ د حفظِ کُل مع التجوید او د حسن قراءت په برخو کې له (۱۴) کلونو څخه کم او له (۳۰) کلونو څخه زیات نه وي خبر ورکول کېږي، د سه‌شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د قوس میاشتې ۱۱مې نېټې څخه د قوس تر ۱۳مې نېټې پورې، د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه تر ماسپښین ۳:۰۰ بجو پورې د خپلې تذکري (پېژندپاڼې) په درلودلو سره د یادې سیالۍ په لومړي پړاو کې د نوم لیکنې او ګډون لپاره د قاریانو چارو مرکزي ریاست ته مراجعه وکړئ.

ځای: د رقاریانو چارو ریاست، د عصمت مسلم کوڅه نوی ښار، کابل : افغانستان

د اړیکې شمېره: (0764731420)

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلو میاشتې په ۲۰مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.

یا . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

کابل – افغانستان:

ټاکل شوې ده، نن شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سلواغې ١١مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۴۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

هغه قاریان او فاتحین چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشأن د ختم اداء کولو لیولتیا لري، خبر ورکول . . .

Back to announcements