د روان کال حاجیانو دمعلمینو لپاره د پیل شوي سیمنار لوموړی پړاو پاي ته ورسیده

۲۷ رمضانالمبارک ۱۴۴۴ هـ ق ۲۹ حمل ۱۴۰۲ هـ ش
د روان هجري قمري کال دحجاج کرامو د معلمینو لپاره روزنیز سیمینار چې د اوو ورځو لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوری په مرکزي وزن د حاجیانو په مجتمع کې پیل شوې وه، چې یاد سیمینار نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد او د دغه وزارت یو شمیر مرکزي ریاستو رئیسانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېد.
په همدې تړاو جوړې شوې غونډه کې د دغه وزارت مسلکي معین معلمینو ته په وینا کې وویل: د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر تاسو ته یو مهم مسؤلیت درسپارلی، چې هغه مسؤلیت د حجاج کرامو معلمي ده. چې په ترسره کولو کې يې بايد هيڅ غفلت ونه کړئ، بايد په پوره اخلاص او تقوا، د نیکو اخلاقو سره درسپارل شوي وظيفې په ترسره کولو کې پوره هڅه وکړئ او د هیواد حاجیانو ته د حج مناسکو په غوره طریقي او ښه توګه لارښوونه وکړئ.
د یادونې وړ ده چې د دغه سيمينار د جوړېدو موخه دا وه، چې د حج له پروسه سره د حاجیانو معلمینو بلدتیا، د هېواد دننه او په سعودي عربستان کې خپلې دندې په ښه ډول پیژندل او همدا راز په ټول هېواد کې د تلونکو حاجیانو لپاره درسي حلقي برابرول، چې تر څو دغه حاجیان د مناسکو اړین درسونه زده کړي.
له بلې خوا ګډونوالو د دغه سیمینار پیل د خپلو ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې ګټور بولي او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مسؤلینو یې مننه کوي.