د روان کال حاجیانو د معلمینو لپاره روزنیز سیمینار دویم پړاو پیل شو

۹ شوال ۱۴۴۴ هـ ق (۹ ثور ۱۴۰۲ هـ ش)
د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حجاج کرامو معلمینو د روزنې لومړي پړاو په دوام نن د هېواد شمال او لوېديځ زونونو حاجیانو د معلمینو لپاره دويم پړاو سیمینار د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوری په مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې ددې وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمدحقانی او دیو شمیر مرکزي ریاستو رئیسانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.
یاده غونډه د قرآن عظیم الشان دڅو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زر محمد حقانی په خپله عالمانه وینا سره د حاجیانو معلمینو روزنیز سیمینار دویم پړاو پرانیسته وکړه
نوموړي دسیمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د حاجیانو د معلمینو په توګه د دوی د ګمارنې له امله دوی ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې دغه امانت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ له لوري د ارزونې د بهیر له بریالیتوب او په آزموینه کې تر کامیابی وروسته تاسو ته سپارل شوی دی.
نو له همدی کبله په ورین تندي سره دهېواد حاجيانو ته د حج مناسک او ارشادي موضوعات ور زده کړې او ريښتنې خدمت یې وکړئ.
همداشان په غونډه کې د دیني تعلیماتو او تدریب ائمه رئيس مولوي محمد اشرف حقاني وويل: نن د هېواد دشمال او لويديځ زونونو معلمینو ته چې ټول ټال (۱۴) ولايتونو کیږی د شیوخو کرامو او باتجربه استادانو له لوری د اوو ورځو په موده کې اړین دیني موضوعات او مسلکي معلومات ورکول کیږی ترڅو د حج پروسه په ښه ډول مخته ولاړه شي .
نوموړی زياته کړه: دغه سيمينار په نوبت وار ډول د ټول هېواد د حاجیانو د معلمینو لپاره جوړ یږی.