د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د (۲) قلمه تیل (پطرول او ډیزل)
Publish Date
Closing Date
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د (۲) قلمه تیل (پطرول او ډیزل) په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او خپل سر بند آفرونه د شرطنامې د شرایطو، د افغانستان اسلامي امارت د عامه تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې د اعلامیې له خپریدو سره سم تر (۱۱) ورځو پورې وړاندې کړي.
شرطنامه له لاندې آدرس څخه:
کابل، شهرنو د اتصالات کوڅه، د عصمت مسلم څلور لارې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست
د رسمي وخت په جریان کې د سي ډي او فلش له لارې ترلاسه کولی شئ.
د آفرگشايي وخت د شرطنامې د داوطلبانو لپاره د دستورالعمل پاڼې د مندرجاتو مطابق دی. هغه آفرونه چې له ټاکلې مودې وروسته را سپارل یا د انټرنټ له لارې را ليږل کیږي، د منلو وړ نه دي.
یادداشت: که د شرطنامې او د داوطلبۍ د اعلان ترمنځ کوم توپیر موجود وي، نو د شرطنامې متن د اعتبار وړ دی
