د ۱۴۰۶ هـ.ش مالي کال لپاره د حاجیانو د لېږد او بېرته راوستلو په موخه، له مجتمع څخه د کابل هوايي ډګر ته او له هوايي ډګر څخه بېرته مجتمع ته د تګ راتګ لپاره د (۱۰) عراده (۵۸۰) ماډل موټرو د کرایې اخیستلو پروژې د داوطلبۍ
Publish Date
Closing Date
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو هغو واجد شرایطو داوطلبانو څخه بلنه کوي، چې د ۱۴۰۶ هـ.ش مالي کال لپاره د حاجیانو د لېږد او بېرته راوستلو په موخه، له مجتمع څخه د کابل هوايي ډګر ته او له هوايي ډګر څخه بېرته مجتمع ته د تګ راتګ لپاره د (۱۰) عراده (۵۸۰) ماډل موټرو د کرایې اخیستلو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپل تړلي آفرونه د شرطنامې له شرایطو سره سم، د افغانستان اسلامي امارت د عامه تدارکاتو د قانون او کړنلارې مطابق، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۳) تقویمي ورځو پورې وړاندې کړي.
د شرطنامې ترلاسه کولو پته:
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست، شهرنو، د اتصالاتو کوڅه، د فیض محمد خان څلورلارې، په رسمي کاري وختونو کې. داوطلبان کولای شي شرطنامه د سي ډي یا فلش له لارې ترلاسه کړي.
د آفرونو د پرانیستلو نېټه او وخت د شرطنامې د داوطلبانو لپاره د لارښوونو پاڼې د مندرجاتو مطابق دی. ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
یادونه: که د شرطنامې د متن او د داوطلبۍ د ګډون د بلنې د اعلان ترمنځ کوم توپیر موجود وي، د شرطنامې متن د اعتبار وړ دی.
