د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره د اسلامي عرفان او مقدسو ځاینو د انسجام مرستیال معرفی شو

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۵:۲۹
معرفی معین عرفان

نیټه: ۱۶، ربیع‌الأول ۱۴۴۴ ه‍ ق (۲۰ میزان ۱۴۰۱ ه‍ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره د اسلامي عرفان او مقدسو ځاینو د انسجام مرستیال د یوي غوندې په ترڅ کې ددغه وزارت رئیسانو او کارکوونکو ته تر پېژندلو وروسته په کار پیل وکړ.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې محترم شیخ عزیز الرحمن منصور د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او مقدسو ځاینو د انسجام مرستیال په توګه وټاکل شو.

په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو مالي او اداري مرستیال مولوي عارف الله عارف، د چارو ادارې څخه د  فرهنګي او ټولنيزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي، د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبداللطیف منصور او د دې وزارت یو شمیر رئیسانو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د چارو ادارې څخه د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي د نوموړي د تقرري حکم ولوست او وروسته بیا د ارشاد، حج او اوقافو مالي او اداري مرستیال مولوي عارف الله عارف شیخ عزیز الرحمن منصور ته د دغه وزارت د اسلامي عرفان او مقدسو ځاینو د انسجام د معین په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او په یاده دنده کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

ورپسې شیخ عزیز الرحمن منصور د وزارت د رهبري د تود هرکلی څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت موخو ته د رسېدو او د هېواد خلکو ته د خدمت په لاره کې به هېڅ راز هلې ځلې او همکارۍ ونه سپموي. دوي څوکۍ او مقام یو امتیاز نه، بلکې یو مسوولیت وباله.

همدا راز نوموړي زیاته کړه، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اصلاح لپاره یو مکتب او لویه اداره ده او د دیني چارو او دیني زده کړو یوه معتبره سرچینه ده.

په پای کې ښاغلی منصور د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د دین او خلکو په خدمت کې د بریالیتوب دعا وکړه او همدا راز زیاته یې کړه، چې د ټولو مسؤلینو په همکارۍ او مرسته به ورسپارل شوې چارې په ښه توګه پرمخ وړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۰:۴
Background image

افغان حاجیان د عرفات په سپېڅلي میدان کې په عبادت بوخت دي

۹ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۵ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

 عرفات: نن د حج د مناسکو تر ټولو مهمه ورځ د ذوالحجې نهمه  د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سلګونه زره مسلمانان د عرفات په سپېڅلي میدان کې راټول شوي دي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۴۹
Background image

افغان حاجیان دحج مناسکو د اداء کولو لپاره مِنیٰ ته روان شول

۸ذوالحجه ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۱۴جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

دذوالحجې داتمې په مناسبت په مکه مکرمه کې مېشت ټول افغان حاجیان دخپلو معلمینو په ملتیا دعصري او مجهزو بسونو له لارې دمنیٰ په لور روان شول،ترڅو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۹:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مشاعرو کې د مِنیٰ او عرفات له خیمو څخه لیدنه وکړه

سه شنبه ۶ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۳جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد. . .

BACK TO NEWS