له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷ هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړنۍ پروزا ترسره شو

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۲۸
اغاز برنامه های عمره

۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۵ سرطان  ۱۴۰۴ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړی کاروان چې (۸۲) تنه  معتمرین پکې شامل وو، نن د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه یې د سعودي عربستان په لورپرواز  ترسره شو.

په همدې مناسبت نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال، د اسلامي امارت مسؤلینو د دې وزارت دمرکزي ریاستونو رئیسانو، یو شمېر تلونکو معتمرینو، د عمرې سیاحتي او زیارتي  شرکتونو استازو، د اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو مسؤولینو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رئیس مولوي محمد نبي محمدي د غونډې پیلیزه وینا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې د عمرې د اداء کولو په طرزالعمل مفصلې څرګندونې وکړې او ګډونوالو ته یې د دغه مبارک سفر په ترڅ کې د نظم، یووالي او اسلامي اخلاقو د مراعاتولو سپارښتنه وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، تېر کال له هېواد څخه (۷۰۲۳۳) اویازره دوه سوه او درې دېرش تنه معتمرین د عمرې اداء کولو ته تللي وو، چې دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله بې ساری و، هغه زیاته کړه چې سږ کال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اړوندو شرکتونو په همکارۍ هوډ لري چې سږ کال لا زیات شمېر معتمرینو ته د عمرې د تګ آسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي محمدي د خپلو خبرو په جریان کې د عمرې ریاست له لوري جوړ شوي طرزالعملونه، شرایط او اصول شرکتونو ته بیان کړل او ټینګار یې وکړ چې ټول شرکتونه مکلف دي چې دغه موارد  په جدي ډول عملي کړي.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو  د انسجام مرستیال شیخ عزیزالرحمن منصور وینا وکړه، نوموړي د عمرې د اداء کولو په فضیلت او ارزښت هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او پر دې یې ټینګار وکړ چې معتمرین باید له دې روحاني سفر څخه بشپړه ګټه واخلي او خپل ټول عبادات په خلوص او بشپړ اخلاص سره ترسره کړي.

ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې له معتمرینو وغوښتل چې دوی باید موجوده طرزالعملونو او لوایحو ته توجو وکړي او د هېواد استازولي په ښه او عزتمندانه توګه ترسره کړي او له هر ډول ناسم چلند او بې نظمۍ څخه ځانونه وژغوري.

 ښاغلي منصور زیاته کړه چې ټول  دعمرې او زیارتونو سیاحتي شرکتونه مکلف دي چې دمعتمرینو داسانتیا لپاره تجربه لرونکي او دینداره معلمین وګماري څو هغوی ته په حرمینو شریفینو کې د مناسکو  د اداء کولو لارښوونه وکړي او غوره خدمتونه ورته وړاندې کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د معتمرینو خدمت یوه ستره ديني او ملي وجیبه ده او شرکتونه باید دا مسؤلیت د خپلې ایماني دندې په توګه ترسره کړي.

همدارنګه د غونډې په پای کې د کابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالواسع اخندزاده خبرې وکړې.

 نوموړي په خپلو خبرو کې معتمرینو ته ددې لوي عبادت د ترسره کولو مبارکي وویله او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې د عمرې په اوږدو کې دې د خلوص، عاجزۍ او اسلامي اخلاقو پوره مراعات وکړي، هغه د خپلو خبرو په پای کې ټولو معتمرینو ته د مبرور او قبول شوې عمرې دعا وکړه.

 غونډه د دعائیه په کولو سره پای ته ورسېده او وروسته له دعاء ټول معتمرین د کابل نړیوال هوایي ډګر په لور روان شول

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

BACK TO NEWS