د ارشاد، حج او اوقافو وزیر بلخ ولایت ته د یوه هیئت په مشرۍ د خپل سفر په ترڅ کې د دیني خدمتونو او ملي پراختیايي پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه
جمعه ۲۸/جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۸/قوس/ ۱۴۰۴هـ ش
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب بلخ ولایت ته د یوه هیئت په مشرۍ د دیني خدمتونو او ملي پراختیايي پروژو له بېلابیلو برخو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
محترم وزیر صاحب د خپل سفر په جریان کې د مزار شریف د روضې مبارکې بیلابیلې برخې وارزولې،نوموړي د هغه لوی مسجد څخه هم لیدنه وکړه چې څه موده مخکې د وزارت له اوقافي بودیجې څخه د اووه ملیونه، نهه سوه او اویا زره او څلور سوه (۷۹۷۰۴۰۰) افغانیو په لګښت په (۴۳۲۰) متره مربع اعلی ترکي جای نماز سره فرش شوی ؤ، همدارنګه محترم وزیر صاحب د روضې مبارکې له هغو ساحو څخه هم لیدنه وکړه چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې وې او د هغو د معیاري ترمیم او بیا رغونې په هکله یې اړوندو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. ددې ترڅنګ محترم وزیر صاحب د روضې مبارکې له اړوند کتابتون، تاریخي موزیم او د موزیم د تاریخي آثارو د رغولو له لابراتوار څخه هم لیدنه وکړه. همدارنګه محترم وزیر صاحب د قوشتیپې له سربند څخه لیدنه وکړه او دغه پروژه یې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او د خوراکي توکو د تأمین په برخه کې حیاتي او ضروري وبلله، چې په بشپړېدو سره به یې د غله جاتو په برخه کې هېوادوال خودکفا شي. همدا راز محترم وزیر صاحب د هغو سلګونو طالب شهیدانو له زیارتونو څخه هم لیدنه وکړه چې د اسلامي امارت د اول دَور حکمیت پر مهال د اسلامي نظام د رامنځته کېدو په لاره کې په ډېر مظلومیت سره په دسته جَمعي توګه شهیدان شوي وو، د هغوی سپيڅلو ارواحو ته یې دعاء وکړه او د اسلامي نظام د رامنځته کېدو لپاره یې د هغوی قربانۍ نه هیرېدونکې وبللې.
