د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم ”منیب“ د افغانستان له پاره د چین له نوي سفیر سره لیدنه

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۴ - ۱۰:۱۶
چین

پرون (شنبه ٢ لیندۍ ١٣٩٨) دارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم”منیب“ د افغانستان له پاره د چین له نوي سفیر ښاغلي ”وانګ یو“ سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

ښاغلي مولوي عبدالحکیم”منیب“ په افغانستان کې د چين هېواد د نوي سفیر د ټاکل کېدو په توګه ښاغلي ”وانګ یو“ ته مبارکي وویله او چین یې د افغانستان نږدې متحد او دوست هېواد یاد کړ.

نوموړي په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د چین له مرستو او نېکو اړیکو هم مننه وکړه.

ښاغلي منیب د چين هېواد نوي سفیر ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه، او زیاته یې کړه چې دده د ماموریت په موده کې به دغه وزارت له چین هېواد سره کلتوري اړیکې له پخوا هم پیاوړې کړي.

ښاغلي ”یو“ دارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم ”منیب“ له تود هرکلي مننه وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ یې اړیکې تاریخي، په ارزښتونو او شریکو ګټو ولاړې وبللې.

همدارنګه ښاغلي ”یو“ هیله څرګنده کړه، چې و به کړای شي د خپل ماموریت په موده کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS