د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د چاپېريال ساتنې ادارې له رئیس سره وکتل

یکشنبه ١٧ د کب ١٣٩٩
نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په خپل کاري دفتر کې د چاپېريال ساتنې ادارې له رئیس شاه زمان میوندي سره ولیدل.
په دغه کتنه کې چې د وزارت رهبري هئیت هم شتون درلود، دواړه لوریو د چاپېريال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې د دیني عالمانو په ونډه خبرې وکړې.
په پیل کې د چاپېريال ساتنې ادارې رﺉیس(په چاپېريال ساتنه او د ښار په پاکوالي کې د ښاریانو د ونډې) په اړه د عامه پوهاوي ورکولو له امله د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ځانګړې ډول د علماء کرامو د خطبو څخه د مننې تر څنګ یادونه وکړه، چې د چاپېريال ساتنې ادارې 26 میلیونه نیالګي چمتو کړي دي چې په 1400 لمریز کال کې به د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د کېنولو په موخه ووېشل شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم قاسم حلیمي د چاپېريال ساتنې ادارې له کړنو د هرکلي او مننې تر څنګ یادونه وکړه، چې الله تعالیﷻ د انسان ژوند د کرنې او ابادۍ پورې تړلی دی؛ نوموړي په خپلو خبرو کې پر څلورو ټکو ټینګار وکړ:
• د راتلونکې جمعې مبارکې خطبه دې د نیالګیو کېنولو او چاپیریال ساتنې لپاره ځانګړې شي.
• په راتلونکې اونۍ کې دې د علماء کرامو په همکارۍ په جوماتونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شي.
• د ارشاد حج او اوقافو وزارت او د چاپېريال ساتنې ادارې ګډ رسنیز کنفرانس دې په لار واچول شي.
• د جوماتونو، مدرسو او سپېڅلو ځایونو په شاوخوا کې دې نیالګي کېنول شي او له هغې څخه دې ساتنه وشي.
همدارنګه د جوماتونو د انسجام چارو ریاست ته لارښوونه وشوه، چې د جوماتونو او منبرونو له لارې دې خلک د چاپېريال پاک ساتنې او نیالګیو کېنولو لپاره وهڅول شي.
ښاغلي حلیمي ډاډ ورکړ، چې دوی به په دغه برخه کې د خپلو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې د چاپېريال ساتنې له ادارې سره همکار پاتې شي.
په پای کې د جوماتونو چارو د انسجام رئیس مولوي فضل الکریم سراجي د نیالګیو کېنولو د کمپاین په برخه کې د ترسره شوو کړنو په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د ریاست په همکارۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څخه چې د 500 نیالګیو د تر لاسه کولو چارې بشپړې شوې دي ډېر ژر به یاد نیالګي وزارت ته د ویشلو په موخه راولېږدول شي.