د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ۱۴۴۵ هـ ق کال د حاجیانو د معلمینو لپاره تدریب (روزنیز) سیمینار پیل شو

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۴:۴۸
سمینار امامان

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۵ هـ ق (۱۲ حوت ۱۴۰۲ هـ ش)

نن شنبه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري دهېواد په پلازمینه کابل کې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د حاجیانو د معلمینو لپاره تدریب (روزنیز) سیمینار په رسمي توگه پیل شو، یاد روزنیز سیمینار درې پړاوونه لري، چې هر پړاو به یې د شپږو ورځو په موده کې ترسره کېږي.

دغه روزنیز سیمینار دوه اساسي برخې لري، چې یوه برخه یې ارشادي او بله یې مسلکي ده.

ارشادي برخه يې د هېواد د شیوخو او جیدو علماء کرامو له لوري تدریس کېږي او مسلکي برخه یې ددې وزارت د مسلکي استاذانو له لوري پرمخ وړل کېږي.

د حاجیانو د معلمینو په سیمینار کې معلمینو ته د حج د مناسکو او ضروري مسایلو د ښوونې ترڅنگ، د حج په پروسه کې صبر، تحمل او په رښتنې جذبه خدمت کول، د مسؤلیت احساس او په خپله وعده وفا کول، د حج د پروسې اړوند معاصرو عربي لغاتو زده کړه، د دوی د دندو د لایحې تشریح، په پروازونو کې د معلمینو په ښه توگه د تنظیمولو د چارو ښوونه، د حج په پروسه کې د اطاعت ضرورت په هېواد کې دننه او دغه راز په سعودي عربستان کې حاجیانو ته درسي حلقات دائرول، د شرعي احکامو او دغه راز د سعودي حکومت د وضع شوو مقرراتو پابندي کول او داسې نور موضوعات وړاندې کېږي.

ددغه سیمینار د پرانيستې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اداري او مالي مرستیال مولوي عارف الله عارف، ددې وزارت د مرکزي ریاستونو رئیسانو، علماوو او د سیمینار د لومړي پړاو معلمینو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ددې وزارت اداري او مالي معین د خپلو خبرو په ترڅ کې ټولو هغو علماء کرامو ته چې د آزموینې په پایله کې د معلمینو په توگه انتخاب شوی مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د حاجیانو معلمي یو لوی مسؤلیت دی نو تاسو باید دغه مسؤلیت په ښه توگه اداء کړئ، ځکه چې حاجیان ضیوف الرحمن دي او د دوی خدمت په مونږ او تاسو لازم او ضروري دی او دا زمونږ لپاره یو لوی افتخار هم دی.

نوموړي وویل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ تر نظر لاندې معلمینو ته ځانگړی درسي نصاب تیار شوی دی چې د حج اړوند دیني مسائلو او موضوعاتو سربېره ددې وزارت د حج د ټولو کمېټو د طرزالعمل لایحې هم په کې تشریح شوې دي.

ورپسې شیخ عبدالفتاح حقاني د خلوص نیت په موضوع باندې هراړ خیزې تفصیلي خبرې وکړې.

بیا د وزارت د دیني تعلیماتو او تدریب ائمه رئیس مولوي محمد اشرف حقاني خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې ددې سیمینار په تړاو معلمینو ته معلومات وړاندې کړل او وې وویل: د مرکزي زون (کابل ، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، میدان وردگ، ننگرهار، غزني، خوست او پکتیکا) ولایتونو د حجاج کرامو معلمینو ته د هېواد په کچه د لویو شیوخو او جیدو علماء کرامو لخوا د یوې اونۍ په ترڅ کې دغه روزنیز سیمینار ترسره کېږي چې د نورو ولایتونو معلمینو ته به په دویم او دریم پړاو کې هم دغه روزنیز سیمینار ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS