د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ۱۴۴۶هـ ق کال د حج لپاره د نوې نوم لیکنې بهیر پیل شو
رجب المرجب ۱۴۴۶ هـ ق (۲۹ جدې ۱۴۰۳ هـ ش)
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج لپاره د نویو متقاضیانو نوم لیکنه په رسمي توګه په پلازمینه کابل او ټولو ولایتونو کې پیل کړه.
د نوم لیکنې دغه نوې بهیر چې د متقاضیانو لپاره یو ارزښتمن فرصت دی د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د جدې له (۲۹) مې نېټې څخه پیل او د دلوې میاشتې تر (۸) مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې ټول هغه کسان چې یو ځل یې فرضي حج اداء کړی وي، سږکال د نفلې حج د اداء کولو په موخه په نوې نوم ليکنه کې د دوی لپاره د ګډون کولو ګنجایش نشته نو له دوی څخه په خورا درښت هیله کیږي چې د مراجعه کولو څخه دې ډډه وکړي.