د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
معرفی معین مسلکی

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د افغانستان اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو یو شمېر مسؤولینو او د وزارت مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو رئیسانو او کارکوونکو پکې ګډون کړی وو، معرفي شو.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د چارو ادارې لوی ریاست د مرستیال، محترم مولوي سیف‌الدین تائب لخوا د وزارت د مسلکي مرستیال په توګه د ښاغلي شیخ ضیاء الرحمن مدني د تقرر په تړاو د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی حکم ولوستل شو او ورته یې په سپارل شوي مسؤولیت کې د بریالیتوب هیله وښوده.

وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اداري او مالي مرستیال ښاغلي مولوي عارف‌الله عارف خبرې وکړې، نوموړي، شیخ ضیاءالرحمن مدني ته د مبارکۍ ترڅنګ ښه راغلاست وویلو او له لوی خدای جلّ جلاله څخه یې ورته په نوې دنده کې د ښه خدمت د توفیق غوښتنه وکړه.

ښاغلي عارف زیاته کړه؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معینیت د ارشادي او د دیني چارو د انسجام، حج او اوقافو د تنظیم په برخه کې د وزارت په چوکاټ کې یو مهم معینیت دی، چې باید د ټول هېواد په کچه د یادو چارو د لا ښه تنظیم او مدیریت په برخه کې اغېزناک ګامونه واخلي.

وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن مدني خبرې وکړې؛ نوموړي د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په پوره اخلاص، صداقت او توان سره به ورسپارل شوې دنده او د اسلام مبارک دین او هېوادوالو خدمت ترسره کوي.

د غونډې په لړ کې د اسلامي امارت یو شمېر مسؤولینو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د افغانستان اسلامي امارت په چوکاټ کې یو مهم دیني ارګان دی، چې منابر او مساجد یې تر مدیریت لاندې دي او د اسلامي ارزښتونو د خپرولو، دیني شعائرو د پیاوړتیا او د ټولنې په هر اړخیزه اصلاح کې مهم رول لوبوي.

غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په لوګر ولایت کې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د منسوب مُتَبَرَّک د ساتنې لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ربیع‌الأول ۱۴۴۷هـ ق،مطابق: ۲۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د هدایت پر اساس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآن کریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل

اول د ربیع الأول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن کریمونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

BACK TO NEWS