حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
روند بازگشت پول

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، افغان حاجیانو ته د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بیرته ورکړې لړۍ پیل کړه.

په یاده پرتمینه غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب، د وزارت مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حاجیانو له لګښتونو څخه د اضافه شویو پیسو د بېرته ورکولو په اړه وضاحت ورکړ، نوموړي وویل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د لوی الله ﷻ په فضل او نصرت سره، په ۱۴۴۶ هجري قمري، مطابق: ۱۴۰۴ هجري شمسي کال کې د سعودي عربستان له خوا د راکړل شوې سهمیې سره سم پوره (۳۰) زره حاجیان حرمینو شریفینو ته ولیږدول او ټول حاجیان د حج مناسکو له اداء کولو وروسته په خیر او عافیت سره خپل هېواد ته راستانه شول.

همداراز ښاغلي ثاقب زیاته کړه؛ د دقیقې محاسبې پر اساس له حاجیانو څخه مجموعاً اته میلیارده، دوه سوه او اته اویا میلیونه، اووه لکه، اووه اویا زره، درې سوه او شل (۸۲۷۸۷۷۷۳۲۰) افغانۍ راټولې شوې وې، چې له في نفر حاجي څخه حصول شوې پیسې، دوه لکه، دوه اتیا زره او نوي (۲۸۲۰۹۰) افغانۍ کيدې، نو د حج د لګښتونو له دقیقې محاسبې څخه وروسته، د حاجیانو ټول لګښت او مصرف شوې پیسې اته میلیارده او یو سل او دري شپیته میلیونه او درې لکه او دوولس زره، پنځه سوه، اووه دیرش، اعشاریه نهه پنځوس (8163312537.59) افغانۍ دي، چې د في نفر حاجي مصرف شوې، دوه لکه، اته اویا زره، یو سل او څلور پنځوس اعشاریه نولس (۲۷۸۱۵۴،۱۹) افغانۍ کیږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل: د افغان حاجیانو له راټولو شویو پیسو څخه، یو سل او پنځلس میلیونه، څلور لکه او څلور شپیته زره، اووه سوه او دوه اتیا، اعشاریه یو څلويښت (115464782.41) افغانۍ پاتې شوې دي، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري هر حاجي ته، درې زره، نهه سوه او شپږ دیرش (۳۹۳۶) افغانۍ بېرته ورکول کیږي.

ښاغلي ثاقب د خپلو خبرو په پای کې وویل: د حاجیانو پاتې پیسې په بانکونو کې د دوی د خپل حق په توګه خوندي دي او سر له  (چهارشنبه د زمري ۱۵مه) حاجیان کولای شي د خپلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره له پاسپورټ او تذکرې له اصلي او رنګه کاپیانو سره، په مرکز کې د حاجیانو مجتمع او په ولایاتو کې د ارشاد، حج او اوقافو اړوندو ریاستونو ته مراجعه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS