د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندی په مدینه منوره کې د حج بعثې غونډه تر سره شوه

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۲۱:۱۹
جلسه مدینه

سه شنبه ۲۶ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق ( ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ هـ ش)

سعودي عربستان، مدینه منوره: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې افغان حاجیانو ته د غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو د ادامې په تړاو غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د مدینې منورې د حج بعثې مسؤل او د وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث زرمحمد حقاني، په سعودي عربستان کې د حج قونسل شیخ ګل رحمن مدني او د حج کاري کمېټو مسؤولینو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر پرانیستې وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې ډېر افغان حاجیان مدینې منورې ته را رسېدلي دي، چې ټولې کاري کمیټې باید په خپل وخت حاجیانو ته خدمات وړاندی کړي تر څو عبادت او زیارتونه په ارامه فضاء کې ترسره کړي

ښاغلی ثاقب وویل : په مدینه منوره کې د حاجیانو لپاره ټول خدمات باید لاښه کړی شي او د حج پروسې تر پایه باید همداسې دوام پیدا کړي او له پلان سره سم باید د مدینې منورې څخه حاجیان بیرته په منظم ډول د هېواد څلورو واړو پروازي زونونو ته د آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو له لوري انتقال ترسره شي.

ورپسې د وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث زرمحمد حقاني خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته په منظم ډول د ټولو کاري کمیټو له لوري خدمات وړاندې کیږی او ټول مسؤلین کوښښ کوي چې دا لړي د الله په توفیق او نصرت همداسې دوام پیدا کړي

ورپسې د ټولو کاري کميتو ( مناسک، تغذیه، ترانسپورت، صحت، مفقودین، تسکین، ترحیل، ارتباط خارجه او هوائی ډګر) مسؤلینو د خپلو فعالیتونو ګزارش او وړاندیزونه د وزارت مقام سره شریک کړل .

دغونډې پای کې د کارونو د ښې چټکتیا او موثریت په خاطر د وزارت د مقام له لوري په بېلا بېلو برخو کې لارښونې ترسره او لازم  تصامیم ونیول شول

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه

جمعه، ۴/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۴/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۸:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په کچه له غیر رسمي علماء کرامو سره د انسجام او همغږۍ د غونډو په دوام د سرپل ولایت له علماوو سره غونډه ترسره شوه

چهارشنبه، ۲/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د جوزجان ولایت له غیر رسمي علماء کرامو سره غونډه ترسره شوه

سه شنبه، ۱/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۱/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

‏د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ‏د هدایت پر اساس، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا. . .

BACK TO NEWS