د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
دیدار وزیر از قندهار

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي وزیر صاحب د دې لیدنې په ترڅ کې، د ارشاد، حج او اوقافو په برخو کې د یاد ریاست د چارو، فعالیتونو او اداري بهیر ارزونه وکړه او په یادو برخو کې یې د مسؤولینو او کارکوونکو هڅې او فعالیتونه وستایل او د چارو د لاښه سمون او تنظیم په هکله یې ورته لازمې او هراړخیزې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

همدارنګه محترم وزیر صاحب هېوادوالو ته د لاښو خدماتو پر وړاندې کولو، د هغوی د ستونزو پر هوارولو او د امامانو، خطیبانو او علماء کرامو لخوا د مساجدو او منابرو له لارې د دیني ارشاداتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د امامانو، خطیبانو او علماء کرامو هڅې او فعالیتونه مهم وبلل.

د دې ترڅنګ ښاغلي وزیر صاحب د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم د تعمیل په موخه په کندهار ولایت کې د زړو قرآن کریمونو، پارو، دیني کتابونو او نورو مقدّسو اوراقو د راټولولو د لړۍ د پیل او په هکله یې د مساجدو د منابرو او جُمعې خُطبو له لارې د ولس د عامه پوهاوي او په یاد جوړ شوي ځای کې د مقدّسو زړو اوراقو د خوندي ساتلو په موخه د ریاست مسؤولینو او کارکوونکو ته لارښوونې وکړې.

همدارنګه محترم وزیر صاحب د اړوندو مسؤولینو او کارکوونکو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او د چارو د لاښه سمون او چټکتیا په موخه یې د هېواد ټولو رسمي امامانو، خطیبانو او د ټولو ولایاتو د مرکزونو او ولسوالیو اړوندو مدیرانو ته د یو لړ ځانګړو اسانتیاوو او ضروري امکاناتو برابرولو یادونه او ژمنه وکړه چې له عملي کېدو سره به یې په اړوندو چارو کې د دوی اړتیاوې پوره او غوره اسانتیاوې ورته برابرې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS