د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
بررسی

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو او د حج بعثې د کاري کمېټو د فعالیتونو د ارزونې ترڅنګ له مدینې منورې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته لېږدولو د بهیر د لا ښه تنظیم په موخه د حج بعثې له مسؤولینو سره غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې د وزارت مسلکي معین او په مدینه منوره کې د حج بعثې مسئول محترم مولوي محمد حامد حسیب، د حج قونسل محترم شیخ ګل الرحمن المدني او د بېلابېلو کاري کمېټو مسئولینو ګډون کړی ؤ.

محترم وزیر صاحب د غونډې په پیل کې د حج پروسې د بریالي او منظم ترسره کېدو په اړه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل چې د الله تعالی په فضل او د حج بعثې د مسؤولینو، اعضاوو او معلمینو د مخلصانه او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د حج چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې او افغان حاجیانو ته په ټولو اړینو برخو کې غوره خدمات وړاندې شول. نوموړي ټینګار وکړ چې له مدینې منورې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنېدو بهیر تر بشپړېدو پورې دې ټولې چارې او خدمات هم په هماغه اخلاص، ژمنتیا، او معیار سره دوام ومومي.

محترم ثاقب صاحب د ترانسپورټ، تسکین، تغذیې، صحي خدماتو، مفقودینو او وفیاتو او نورو اړوندو کمېټو مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې هره کمېټه دې په خپله اړونده برخه کې حجاج کرامو ته معیاري خدمات وړاندې کړي او د مناسکو کمېټه دې په مسجدِ نبوي شریف کې د حجاج کرامو د پنځه وخته لمونځونو د اداء کولو ترڅنګ هغوی په منظم او ترتیب وار ډول ریاض الجنة ته او دغه راز د مدینې منورې نورو تاریخي او مقدسو اماکنو او مزاراتو ته بوځي.

نوموړي همدارنګه د حجاج کرامو د حقوقو د خوندیتوب په موخه له قراردادي شرکتونو سره د مالي حسابونو د تصفیې او شفافیت موضوع مهمه وبلله او ویې ویل چې د حج د لګښتونو او حسابونو تصفیه باید په بشپړ شفافیت سره ترسره شي، څو د حاجیانو حقوق ضایع نشي.

محترم وزیر صاحب افغانستان ته د حاجیانو د بېرته منظم ستنېدو پر موضوع ځانګړی ټینګار وکړ او اړوندو مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د حاجیانو د بېرته لېږدولو بهیر ته جدي پاملرنه وکړي، څو ټول حاجیان په خوندي، منظم او عزتمند ډول هېواد ته ستانه شي.

ورپسې د وزارت مسلکي معین محترم مولوي محمد حامد حسیب د مدینې منورې د کاري کمېټو د فعالیتونو په تړاو مفصل راپور وړاندې کړ او د ټولو خدماتو د معیاري وړاندې کېدو په تړاو یې د چمتووالي ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې تر دې مهاله له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته لس زره او نهه دیرش (۱۰۰۳۹) تنه افغاني حاجیان رارسېدلي دي او ټول له نبوي مسجد شریف سره نږدې د مرکزي ساحې په معیاري تعمیرونو کې مېشت کړای شوي دي.

همدارنګه د مناسکو کمیټې لخوا له یاد شمېر حاجیانو څخه تر اوسه اووه زره، څلور سوه او شپږ (۷۴۰۶) تنه ریاض الجنة ته او شپږ زره، دوه سوه او شل (۶۲۲۰) تنه د مدینې منورې نورو تاریخي او مقدسو اماکنو او مزاراتو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د جدې له هوايي ډګر څخه په اته څلویښتو (۴۸) پروازونو کې څوارلس زره، نهه سوه او نهه اتیا (۱۴۹۸۹) او د مدینې منورې له هوايي ډګر څخه په دوه (۲) الوتنو کې پنځه سوه او اووه اتیا (۵۸۷) تنه حاجیان د هېواد هوايي ډګرونو ته انتقال شوي دي.

د غونډې په پای کې د محترم وزیر صاحب لخوا د ټولو اړوندو چارو د لا ښه تنظیم او د خدماتو د کیفیت د لوړولو په موخه مسئولینو ته ضروري لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS