د حج پروسې د الکترونیکي کولو سیستم په پار غونډه جوړه وشوه.

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۲:۴۲
حج الکترونیکی

د تېرو غونډو په دوام یو ځل بیا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر مولوي عبدالحکیم منیب، د وزارت مسلکي مرستيال دوکتور امین الدین مظفري، د وزارت رهبري هیأت، د فرضي حج او د مخابراتو وزارت د آسان خدمت ادارې مسؤلینو په ګډون نن غونډه وکړه.
په دغه غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم منیب د یاد کمیسیون د تېرو کارونو او فعالیتونو په اړه د هغوی خبرې واورېدې او همدارنګه یې د آسان خدمت ادارې له مسؤلینو څخه ددې سیستم په کارونو کې ٪٩٠ سلنه پرمختګ هرکلی وکړ، چې دا سیستم به په نږدې راتلونکي کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه

جمعه، ۴/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۴/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۸:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په کچه له غیر رسمي علماء کرامو سره د انسجام او همغږۍ د غونډو په دوام د سرپل ولایت له علماوو سره غونډه ترسره شوه

چهارشنبه، ۲/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د جوزجان ولایت له غیر رسمي علماء کرامو سره غونډه ترسره شوه

سه شنبه، ۱/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۱/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

‏د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ‏د هدایت پر اساس، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا. . .

BACK TO NEWS