د قراءاتو د عالي معهد د لومړۍ او د قرآن کریم د حفظ او تجوید حلقې د دوېیمې دورې د فراغت غونډه

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۱ - ۹:۵۴
محفل فراغت

دوشنبه ١٠ لیندۍ

کابل، افغانستان: نن د قراءاتو د عالي معهد د لومړۍ او له خصوصي دارالحفاظو څخه د قرآن کریم د حفظ او تجوید حلقې د دوېیمې دورې زده کړیالانو د فراغت غونډه د شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. په دغو مراسمو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبري هیأت، علماء کرامو، د الازهر پوهنتون استادانو او د خصوصي مدرسو مسؤلینو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې شیخ القرآن قاري برکت الله سلیم مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د قاریانو چارو د انسجام ریاست برنامې تشریح کړې. ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین دوکتور آمین الدین مظفري د خپل ګټور او اغېزمن بیان ترڅنګ ددې وزارت د رهبري هیأت په استازیتوب د فارغینو د اهدافو په ترلاسه کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. له هغه وروسته په کابل کې د الازهري بعثې رییس دوکتور ایمن صلاح، په فصیحه عربي ژبه د قراء سلف د ځواک او وړتیا عجایب بیان کړه.

په دې لویه غونډه کې د ګډونوالو لپاره د ویناوو ترڅنګ د حُسن قراءت برنامه هم په شامله وه، چې د پروګرام په جریان کې په مقطعي ډول وړاندې شوه.

د غونډې په دوام د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیالې آغلې سپوږمۍ وردګ د عدالت او د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت د اصلاحي برنامو په اړه خبرې وکړې او د قاریه خویندو لپاره یې د مدرسو په برخه کې د وزارت له پاملرنې مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.

ورپسې دوه تنه فارغانو د نارینه او ښځینه په استازیتوب خبرې وکړې، د وزارت له مشرتابه او د دوی له تعلیمي مسؤلینو مننه وکړه او له دې لارې یې دین او خپلو هېوادوالو ته د خدمت چمتووالی وښود.

ورپسې د مصالحې عالي شورا غړې شاه ګل رضايي خبرې وکړې. نوموړې د خپلو عالمانه ویناوو ترڅنګ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرې او د قرآن ستورو له دې ارزښتمنو برنامو او خدمتونو مننه وکړه.

د غونډې په پاي کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري هیأت، سیاسي شخصیتونو، علماء کرامو، د قراءاتو د عالي معهد او د دارالحفاظو د استادانو له لوري فارغانو ته د فضیلت پګړۍ ور په سر شوې او د فراغت سندونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

د یادونې وړ ده چې پدې غونډه کې د کابل د 38 خصوصي دارالحفاظو فارغینو د فراغت سند ترلاسه کړ. همدارنګه د دارلحفاظو او مدرسو مسؤلینو ته هم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول.

غونډه په هېواد کې سرتاسري سولې او امنیت په دعاء پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده، چې په دغه فراغت غونډه کې (١٨) اتلس تنه د قراءاتو د عالي معهد انسټیټوټ زده کړیالان او د خصوصي دارالحفاظو او مدرسو ٤٨٢ کسان شامل و، چې (١٣٠) تنه انجونې او (٣٥٢) تنه هلکان ول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۲۲:۴۷
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزیر دسعودي عربستان دحج او عمرې وزارت له لوري د «ختامه مسک» جوړه شوي غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه،دوشنبه۱۳ذوالحجه۱۴۴۶هـ ق مطابق۲۰ جوزا ۱۴۰۴هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۲۱:۳
Background image

افغان حاجیانو دحج مناسک په ښه او منظمه توګه ترسره کړل

مکه مکرمه – ۱۳ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۲۰ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

دافغانستان پوره (۳۰)زره حاجیانو دافغانستان اسلامي امارت دارشاد،حج او اوقافو وزارت دمدیریت او نظارت لاندې دسږني حج مناسک په ډیره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۰:۴
Background image

افغان حاجیان د عرفات په سپېڅلي میدان کې په عبادت بوخت دي

۹ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۵ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

 عرفات: نن د حج د مناسکو تر ټولو مهمه ورځ د ذوالحجې نهمه  د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سلګونه زره مسلمانان د عرفات په سپېڅلي میدان کې راټول شوي دي. . .

BACK TO NEWS