په افغانستان کې د سولې اعلامیه

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۱:۵۵
قطع نامه

په افغانستان کې د سولې په تړاو د افغانستان او پاکستان د علماوو دوه اړخیزه کنفرانس

د رابطة عالم اسلامي په مشرۍ

د سعودي عربستان د شاهي دولت په مرسته او ملاتړ

پنجشنبه، ۲۹ شوال ۱۴۴۲ / ۱۰ جون سال ۲۰۲۱

بسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (سوره حجرات – آیت ۱۰)

موږ ، د افغانستان او پاکستان دیني عالمان ، نن په مکه مکرمه کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د بحث لپاره راټول شوي یو او د ښکېلو اړخونو ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کوو، چې دا خبرې اترې د اوږدمهاله افغان بحران د حل یوازینۍ لاره ده، څو په هیواد کې تلپاتې سوله رامنځ ته کړي. او څو د قرآن کریم او نبوي روایتونو په رڼا کې د تاوتریخوالي او افراطیت ټولې ډولونه وغندو.

د پاکستان او افغانستان عالمان د حرمینو شریفینو له خادم ملک سلمان بن عبد العزیز څخه په افغانستان کې د سولې او ثبات په هکله د سعودي عربستان دولت د ثابت او تاریخي دریځ په هکله مننه کوي. همدارنګه د سعودي عربستان له هغو صادقانه هڅو ستاینه کوو، کومې چې د افغانستان او پاکستان د عالمانو تر منځ د ارتباطي پُل په توګه په مکه مکرمه کې د افغانستان د سولې او پخلاینې د ملاتړ او د دې اعلامیې د خپرولو په موخه راټول شوي دي.

په پای کې په لاندې مواردو خپله هوکړه اعلانوو:

۱ـ اسلام د سولې ، زغم ، اعتدال او جوړجاړي دین دی. اسلام خپل پیروان په کلکه هڅوي، چې په خپلو منځونو کې سوله رامنځته کړي او قرآن کریم او نبوي سنتو ته په رجوع سره خپلمنځي شخړې پای ته ورسوي. لکه څنګه چې قرآن کریم فرمایي: {فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ} (سوره انفال – آیت ۱).

همدارنګه الله تعالی فرمایي: {لا خَيْرَ في‏ کَثيرٍ مِنْ نَجْواهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَ مَنْ يَفْعَلْ ذلِکَ ابْتِغاءَ مَرْضاتِ اللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتيهِ أَجْراً عَظيماً} (سوره نساء – آیت ۱۱۴). همدارنګه الله تعالی فرمایي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا} (سوره نساء – آیت ۵۹).

۲ـ د سولې رامنځ ته کول د هرې اسلامي ټولنې غوښتنه ده او باید په هر قیمت چې وي د مسلمانانو ترمنځ رامنځ ته شي. او د بیګناه مسلمانانو د وینو تویولو د مخنیوي لپاره د صحابه کرامو او عالمانو دنده هم همدا وه، چې ددوی تر منځ جوړجاړی وکړي. نو د مسلمانانو ترمنځ ټولې شخړې او ستونزې باید د قرآن کریم او نبوي سنتو په رڼا کې د خبرو اترو او سولې (جوړجاړي) له لارې حل شي. په جګړه کې د ښکېلو کسانو تر منځ پخلاینه په هر مسلمان فرض ده. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ} (سوره حجرات – آیت ۱۰).

۳ـ بې له شکه، د جګړې د ښکېلو خلکو ترمنځ سوله او پخلاینه یو له خورا عالي کارونو څخه دي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: ((أَلَا أُخْبِرُكُمْ بِأَفْضَلَ مِنْ دَرَجَةِ الصِّيَامِ وَالصَّلَاةِ وَالصَّدَقَةِ؟ قَالُوا: بَلَى، يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: إِصْلَاحُ ذَاتِ الْبَيْنِ، وَفَسَادُ ذَاتِ الْبَيْنِ الْحَالِقَةُ)) (ابو داود – حدیث ۴۹۱۹). همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ((لاَ تَبَاغَضُوا وَلاَ تَحَاسَدُوا وَلاَ تَدَابَرُوا وَكُونُوا عِبَادَ اللَّهِ إِخْوَانًا وَلاَ يَحِلُّ لِمُسْلِمٍ أَنْ يَهْجُرَ أَخَاهُ فَوْقَ ثَلاَثٍ)). (صحیح مسلم – حدیث ۲۵۵۹).

۴ـ اسلام هغه چا ته د دروغو ویلو اجازه ورکړې، چې د خلکو ترمنځ روغه جوړه کوي. او د شخړې یوې خوا ته (اصلاح کونکي) ووایي چې د لانجې مقابل اړخ د هغه په اړه ښې خبرې وکړې او د هغه ستاینه یې وکړه، څو دوی پخلاینې ته وهڅوي. په حدیث شریف کې له أم کلثوم بنت عقبه ابن ابی معیط او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې: ((لَيْسَ الْكَذَّابُ الَّذِي يُصْلحُ بَيْنَ النَّاسِ فَيَنْمي خَيْراً، أَوْ يَقُولُ خَيْراً)) (صحیح البخاری – حدیث ۲۶۹۲).

۵ـ د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم سیرت او دیني لارښوونې د مسلمانانو په ټول ژوندانه کې پر اعتدال ، توازن او منځلاریتوب ټینګار کوي. لکه څنګه چې د خدای رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: ((دین خورا اسانه دی، او له دین سره هيڅوک تشدد نشي کولای، مګر داچې دین به ورباندې غالبه شي، نو تاسو حق ته ځانونه ورسوئ، حق ته نږدې والی وکړي ، خلکو ته زیری ورکړئ ، او د سهار او ماښام او د شپې د یوې برخې په عبادت سره د ایمان پیاوړتیا ترلاسه کړئ).صحیح البخاری: (۳۹) مسلم: (۶۸۱۶).

۶ـ اسلامي امت د یو جسد په شان دی ، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ((مثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى)) (متفق علیه – صحیح البخاری 6011 و صحیح مسلم 2586). او کله چې د اسلامي نړۍ په یوه برخه کې ګډوډي او نا امني رامنځ ته شي ، نو ټول امت د هغه درد او کړاو احساسوی او د خپلو وروڼو ملاتړ ته چمتو والی نیسي ، څو په ټولو شته لارو چارو سره د هغوی کړاو او درد لرې کړي.

۷ـ د اسلام اساسي اصل او بنسټ د انساني کرامت په ملاتړ او د انسان د ژوندانه په ساتنه کې نغاړلی دی. هغه چې څوک چې یو څوک وژني قرآن کریم هغه داسې انګیرلی لکه ټول انسانان یې چې وژلي وي ، او که یو څوک د یو انسان ژوند وژغوري ، نو هغه داسې مثال لري لکه ټول انسانیت یې چې ژغورلی وي. د اسلام دا اصل دا په ګوته کوي چې اسلامي تمدن د سولې ، مینې ، انسانیت او زغم پر بنسټ بناء شوی دی.

۸ ـ علماء مکلف دي چې د اسلام او سولې د ریښتیني پیغام خپرولو لپاره خپلو انفرادي او ډله ییزو هڅو ته دوام ورکړي ، کومې چې د ژوند، انسانیت ، عدالت ، سولې او عدم عصبیت ته د درناوي پراساس دي ، ځکه په اسلام کې تاوتریخوالی او افراطیت هیڅ ځای نلري. همدارنګه علماء د اخلاقي علیا اصولو او په ټوله نړۍ کې د اسلام ياو انساني ورورګلوۍ رامنځ ته کولو مسئولیت پر غاړه لري.

۹ـ عالمان مکلف دي چې د اسلام د ریښتیني پیغام په خپرولو او دیني متنونو او د رسول الله ص سنتو په صحیح تفسیر سره امت ته لارښوونه وکړي. د افغانستان او پاکستان عالمان کولای شي په اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سولې رامنځ ته کولو په هکله فعال رول ولوبوي ، ځکه دوی په اسلامي سیمو کې د هغه ننګونو په هکله پوره پوهاوی لري چې اسلامي سیمي ورسره مخامخ دي. له همدې امله موږ له دواړو هیوادونو څخه غواړو چې د عالمانو یوه ګډه شورا جوړه کړي، ترڅو د سولې روانو هڅو ته پرمختګ ورکړي او د افغانستان د سولې په پروسه کې عملي ګامونه پورته کړي.

۱۰ـ د قران او سنتو پر اساس د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د افغان او پاکستان د علماوو رول د ټول امت او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د سولې ، یووالي او ورورګلوۍ ته په وده ورکولو کې خورا مهم دی. له همدې امله ، موږ (عالمانو) د اسلامي امت ، په ځانګړي توګه په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تأمین لپاره ټولې هڅې ستایو ، لکه د پاکستان پیغام ، د بګور اعلامیه ، په افغانستان کې د سولې فتوا ، د اسلامي همکاریو سازمان د مکې اعلامیه او د سولې اړوند نور نوښتونه چې د اسلامي نړۍ د علماوو له خوا په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کولو په موخه رامنځ ته کیږي.

۱۱ـ موږ په مکرر ډول تاکید کوو چې تاوتریخوالی له کوم مذهب ، قوم ، تمدن او توکم سره تړاو نلري. تاوتریخوالی، افراطیت او ترهګري په هره برخه کې د ملکي وګړو پروړاندې د تاوتریخوالي او ځانمرګو بریدونو په ګډون ، د اسلامي عقیدې له اساسي اصولو سره په ټکر کې دي.

۱۲ـ د افغانانو روانو ناخوالو ته د پای ټکی ایښودو لپاره ، موږ د جګړې دواړه خواوې هڅو چې له خورا زغم څخه کار واخلي ، د وینو له نورې بهونې څخه مخنیوی وکړي ، له پاروونکو کړنو څخه مخنیوی وکړي او له یو بل سره مستقیمې ناستې او خبرې وکړي، او پرته له دې چې یو او بل ذلیل او ملامت کړي او یا یو بل ته سپکه سپوره وکړي د افغانستان بحران د حل لپاره حل لارې رامنځ ته کړي او هلته د ملیونو افغانانو دوامداره ناخوالو او کړاوونو ته د پای ټکی کیږي.

۱۳ـ په دې توګه ، موږ د افغانستان د سولې له پروسې څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کوو او دا د ټولو اسلامي هیوادونو په ځانګړي ډول موږ (دیني عالمانو) لپاره مذهبي مکلفیت ګڼو، چې د اوسنۍ افغان شخړې د سوله ییز حل په موندلو کې مثبت رول ولوبو. موږ هیله لرو چې دوی (د شخړې خواوې) به یوې ګډې ، منل شوې او منل شوې نقطې ته ورسیږي ، چې ټولې سیاسي ، ټولنیزې ، اقتصادي او نورې اړونده مسئلې به تر څېړنې لاندې ونیسي او په هکله به یې په ګډه کار وکړي ، څو په افغانستان کې روانه وینه بهیدنه بنده شي او د افغان ولس قیادت د الله تعالی په مرستې سره د سولې ، جوړجاړي ، ثبات او پر مختګ په لور روان شي.

۱۴ـ په پای کې ، موږ د پاکستان د اسلامي جمهوریت له دولت څخه په افغانستان کې د سولې پروسې د ریښتیني او جدي ملاتړ په پار مننه کوو ، او د اسلامي امت د متحد کولو او یووالي لپاره د سعودي عربستان رول مهم ګڼو ، او کومې هیلې چې دغه اعلان د اسلامي نړۍ د علماوو ترمنځ په عامه توګه او د افغانستان او پاکستان د علماوو ترمنځ په خاصه توګه رامنځ ته کړې د سعودي عربستان له دولت څخه هیلمن یو څو د دغو هیلو ساتنه وکړي او په دې هکله خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

او له الله تعالی څخه غواړو څو موږ ته سمه لاره وښيي.

دغه اعلامیه د مکې مکرمې په ښار کې صادره شوه

او د ۱۴۴۲کال د شوال پر ۲۹، چې د 2021 د جون له 10 مې سره سمون خوري د پنجشنبې په ورځ لاسلیک شوه.

جلالتمآب شیخ محمد قاسم حلیمي

د افغانستان اسلامي جمهوریت

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر

جلالتمآب شیخ دکتور نورالحق قادری

د پاکستان د دیني چارو وزیر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندی په مدینه منوره کې د حج بعثې غونډه تر سره شوه

سه شنبه ۲۶ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق ( ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ هـ ش)

سعودي عربستان، مدینه منوره: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه تیره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته را ورسیده

شنبه ۱۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲ سرطان ۱۴۰۳ هـ ش)

د حج د مناسکو د اداء کولو وروسته له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه تیره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته په داسې حال. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۱۱
Background image

په مکه مکرمه کې د حج مناسکو د اداء کولو وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د حج پروسې د ارزونې په تړاو غونډه ترسره شوه

پنجشنبه ۱۴ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۳۱ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)

سعودي عربستان، مکه معظمه: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه. . .

BACK TO NEWS