په کابل ولایت کې د قرآن کریم تفسیر او ترجمې د پیل غونډه کې ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال ګډون.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۰:۲
ولایت کابل

۱۴ شعبان المعظم ۱۴۴۴ هـ ق (۱۶ حوت ۱۴۰۱ هـ ش)

نن د کابل ولایت په مرکز د نظر خېلو په جامع جومات کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او مذهبي ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور د قرآن کریم تفسیر او ترجمې د پیل غونډه کې د قرآن کریم په فضیلت او اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې قرآن عظیم الشان سره اړیکه ساتل ددې په معنا دي چې د ټولی نړۍ خلک وغواړي تاسو ذلیله او سپک کړې نو تاسو نشي ذلیله کولی دا د قرآن کریم برکت دي.

ښاغلي منصور وویل، چې په نړۍ کې کوم علمونه دی هغه ټول په قرآن کریم کې شتون لری او موږ او تاسو باید کوښښ وکړو، چې په قرآن کریم باندې عمل وکړو او د قرآن عظیم الشان سره علاقه درلودل انسان ته عزت او عظمت ورپه برخه کوي.

همدا راز دوی د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې اسلامي امارت د قرآن کریم د احکامو د حاکمیت او په هیواد کې د دې کلمې د اصولو د حاکمیت او د دې اسلامي نظام د ساتنې لپاره نه يوازې د اسلامي امارت مسؤلين او غړي مسؤليت لري، بلکې عام ولس هم بايد د دغه اسلامي نظام د ټينګښت او ساتنې لپاره خپل مسؤليت اداء کړﺉ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS