‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
ختامه مسک

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب، د (۱۴۴۷ هـ ق) کال د حج پروسې د بریالي پای ته رسېدو په مناسبت د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه د «ختامه مسك» تر سرلیک لاندې د مکې مکرمې په جوړه شوې نړیواله غونډه کې، چې د نړۍ د هېوادونو د حج وزیرانو او لوړ پوړو مسؤولینو پکې برخه اخیستې وه، ګډون وکړ. په دغه غونډه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر ښاغلي دکتور توفیق بن فوزان الربیعة، د نړۍ د هېوادونو د حج بعثې د مسؤولینو هڅې او اغېزمن مدیریت وستایه. نوموړي د خپلو څرګندونو پر مهال د سږني حج د مناسکو د منظم، خوندي او بریالي ترسره کېدو په برخه کې د هېوادونو د حج بعثو رول خورا مهم وباله او زیاته یې کړه چې د حاجیانو د تنظیم، خدمت او لارښوونې په برخه کې د بعثو مسؤولینو له اخلاص، عالي نظم او اغېزمنې همغږۍ څخه کار اخیستی دی. دکتور الربیعة د افغانستان په ګډون د هغو هېوادونو د حج بعثو ځانګړې ستاینه او قدرداني وکړه چې د حاجیانو د ستونزو په هوارولو، هغوی ته د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو او د حج د مناسکو د بېلابېلو پړاوونو د منظم مدیریت په برخه کې یې د سعودي د حج او عمرې له وزارت او خدماتي شرکتونو سره اغېزمنه همکاري او پر وخت همغږي کړې ده. همدارنګه د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر په خپلو څرګندونو کې د راتلونکي (۱۴۴۸ هـ ق) کال د حج د پیل د چمتو والي اعلان وکړ او په دې تړاو یې د راتلونکي حج لپاره د لومړنیو ترتیباتو سند «وثيقة الترتيبات الأولية» او ټاکل شوی مهالویش د هېوادونو د حج بعثو مسؤولینو ته وسپاره، ترڅو د راتلونکي حج موسم لپاره خپل چمتو والی او اداري چارې د یاد مهالویش له مخې تنظیم کړي. په ورته مهال د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي ثاقب صاحب هم د سعودي عربستان له حکومت، د حج او عمرې وزارت او خدماتي شرکتونو څخه د حاجیانو لپاره د وړاندې شوو خدماتو او رامنځته شوو اسانتیاوو په تړاو مننه او قدرداني وکړه او د حج مناسکو د منظم، خوندي او بریالي ترسره کېدو په برخه کې یې یادې هڅې مهمې او د ستاینې وړ وبللې. همدارنګه محترم وزیر صاحب د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د حج له وزیرانو او د بعثې له مسؤولینو سره هم لیدنې وکړې او په دغو لیدنو کې د اړوندو هېوادونو د حالاتو په تړاو خبرې او د معلوماتو تبادله ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS